اسعداباد (پژواک، ٢٣ کب ٩٤): د کونړ د عامې روغتيا رياست وايي چې په دغه ولايت کې د ګوزڼ نوې پېښه ثبت شوې ده.
د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست سرپرست رييس ډاکتر احسان الله فضلي د کب په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه د شيګل ولسوالۍ د شلطن درې په سيمه کې ثبت شوې ده.
هغه زياته کړه چې د يادې سيمې يو نيم کلن ماشوم د پوليو يا ګوزڼ پر ناروغۍ اخته دی او له دوى سره ثبت شوی.
دى وايي چې د کونړ په اتو ولسواليو کې دوى د پوليو د کمپاين په تطبيق کې ستونزې لري او د هر کمپاين پر مهال شاوخوا اته نيم زره ماشومان د پوليو له څاڅکو بې برخې پاتې کېږي.
ډاکتر فضلي د نوې پېښې رامنځته کېدل همدا لامل په ګوته کړ.
دى وايي چې دا د هېواد په کچه په ٢٠١٦ کال کې لومړى پېښه ده چې ثبتېږي. تېر کال په کونړ کې دوه پېښې او په ټول هېواد کې ٢٠ پېښې ثبت شوې وې.
د کونړ والي وحيدالله کليمزي پژواک اژانس ته وويل چې دوى هره مياشت له علماوو او قومي مشرانو سره ګډې غونډې جوړوي، څو له رضاکارانو سره د پوليو د کمپاين په ترسره کولو سره همکاري وکړه.
هغه ژمنه وکړه چې ډېر ژر به په دغه ولايت کې د پوليو ناروغي ورکه شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن