لومړى تعقيب- لښکرګاه (پژواک، ٢٥ کب ٩٤): د هلمند خانشين ولسوالۍ د سقوط پر مهال څلور پوليس وژل شوي او ١١ نور ټپيان دي.
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې يوې لوړپوړې حکومتي سرچينې د کب په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرې شپې راهيسې په خانشين ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته روانه وه.
هغه وايي چې سهار مهال دغه ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورغلې ده.
په هلمند ولايت کې د پوليسو يوې سرچيني پژواک ته وويل چې د يادې ولسوالۍ د سقوط پر مهال څلور پوليس وژل شوي او ١١ نور ټپيان دي.
د هلمند د ولايتي شورا غړي بريالي نظري هم پژواک ته وويل چې خانشين ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په لاس سقوط شوې ده.
خو د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک ته وويل چې په خانشين ولسوالۍ کې اوس هم د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ سخته جګړه روانه ده.
ده وويل: ((ولسوالۍ تر اوسه سقوط نه دى کړى، زموږ ځواکونه اوس هم په جګړه بوخت دي.))
د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي هم وايي چې تېره شپه په خانشين ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ سخته نښته شوې ده.
هغه وايي چې په دې نښته کې طالبانو د خانشين ولسوالۍ مرکز او ډيرې نورې سیمې نيولې دي.
ده وويل چې د جکړې پر مهال ګڼو امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې او يو شمېر وسلې او مهمات هم د طالبانو لاس ته ورغلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملي دفاع وزارت لوى درستيز ستر جنرال قدم شاه شهيم تېره ورځ په هلمند ولايت کې ويلي وو چې په دغه ولايت کې وسله وال طالبان کمزوري شوي او د کومې سيمې د نيولو توان نه لري.
د يادونې ده، شاوخوا درې مياشتې وړاندې هم خانشين ولسوالۍ طالبانو نيولې وه خو تر يوې مودې وروسته امنيتي ځواکونو دغه ولسوالۍ بېرته ونيوه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن