ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مسلميار: موږ سترګې په لار يو چې حکمتيار د سولې خبرو اترو کې ونډه واخلي

مسلميار: موږ سترګې په لار يو چې حکمتيار د سولې خبرو اترو کې ونډه واخلي

author avatar
15 Mar 2016 - 18:02
مسلميار: موږ سترګې په لار يو چې حکمتيار د سولې خبرو اترو کې ونډه واخلي
author avatar
15 Mar 2016 - 18:02

کابل (پژواک، ٢٥ کب ٩٤): مشرانو جرګې پرېکړه کړې، چې د امنيتي ارګانونو چارواکي به د نا امنۍ کچې د زياتوالي او کندوز کې د داعش د حضور په اړه د کډوالو چارو وزير  د کډوالو د وضعيت په اړوند استجواب کړي.

 د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار وويل: "په هلمند، ننګرهار او شمالي ولايتونو کې امنيتي موضوع د اندېښنې وړ او د ملاحظې وړ ده، چې حکومت بايد پوره پاملرنه ورته کړي."

 نوموړي پر پاکستان نيوکه وکړه او ويې ويل، چې پاکستان په وروستيو څلور لسيزو په ځانګړي ډول تېرو ١٤ کلونو کې د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي او له افغانستان سره دوه ګونى سياست کوي.

 مسلميار، د ملي حکومت له مشرانو وغوښتل چې د يو شمېر پاکستاني چارواکو د غيرمسوولانه څرګندونو او لاسوهنې مخنيوى وکړي او چا ته د خلکو د ذهنونو د ګډوډۍ اجازه ورنکړي.

 د نوموړي په وينا، طالب او داعش دواړه د افغان ملت ګډ دوښمنان دي او د دغو ډلو پر وړاندې د خلکو مبارزه برحقه ده.

 نوموړي له حکومت هم وغوښتل، څو د داعش او طالبانو پر وړاندې جدي تدابير په پام کې ونيسي او د دولت وسلوالو مخالفينو تر ځپلو پورې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي، څو هغوى له جګړې لاس واخلي.

نوموړي، د سولې خبرو اترو په لړۍ کې د ګډون لپاره د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي د چمتووالي له اعلان هرکلى وکړ او زياته يې کړه: "د سولې په خبرو اترو کې د حکمتيار صاحب ګډون، يو ښه خبر دى، خو خداى دې وکړي چې په رښتيا حزب اسلامي راشي. موږ سترګې په لار يو، څو حکمتيار صاحب په خبرو کې ګډون وکړي."

د حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي چې تر اوسه له دولت سره وسلوال مخالفت کوي، دوه ورځې وړاندې ويلي چې د سولې په خبرو اترو لړۍ کې ګډون کوي.

 مشرانو جرګه کې د هلمند استازي محمد هاشم الکوزي وويل چې په هلمند کې امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ دى او د دغه ولايت په ټولو سيمو کې جګړه روانه ده.

 نوموړي په داسې حال کې چې خلکو ته هيڅ ډول پټه معامله د منلو وړ نه ده، ادعا وکړه چې ولسمشر محمد اشرف غني او د حکومت اجراييه مشر ډاکټر عبدالله تصميم لري چې هلمند د دولت وسلوالو مخالفينو ته پرېږدي.

 د کندهار استازي رحمت الله اڅکزي هم د هېواد په سويل کې د نا امنيو پ شتون نيوکه وکړه او ويې ويل، چې د ملي يووالي حکومت ځينې پرېکړې به په هېواد کې د نا امنيو د پراخېدو لامل شي.

 نوموړي د جزياتو له وړاندې کولو پرته وويل، ځينې کړۍ هڅه کوي چې د سويل په حوزه کې اغېزناکې څېرې له خپلو دندو ګوښه کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.