ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار امنيې قوماندانۍ د ځمکو د غصب په تور ۶۵ کسان نيولي

د ننګرهار امنيې قوماندانۍ د ځمکو د غصب په تور ۶۵ کسان نيولي

author avatar
16 Mar 2016 - 14:10
د ننګرهار امنيې قوماندانۍ د ځمکو د غصب په تور ۶۵ کسان نيولي
author avatar
16 Mar 2016 - 14:10

جلال اباد (پژواک، ۲۶ کب ۹۴): د ننګرهار امنيه قومانداني وايي چې ۳۱۱۹ جريبه ځمکه يې له غاصبينو راګرځولې او د غصب په تور یې ۶۵ کسان هم نيولي دي.

ولسمشر غني د مرغومي په ۲۰مه جلال اباد ته  په سفر کې د ننګرهار امنيه قوماندان ته امر کړی و چې د ځمکو د غاصبينو لېست جوړ کړي او بیا یې دې ونيسي.

تر هغه څو اوونۍ  وروسته د ننګرهار امنيه قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد وويل چې د کانال د سلګونه جريبه ځمکې د يو غاصب په ګډون يې ۳۰ کسان پر دې تور نيولي او دا لړۍ روانه ده.

خو امنيه قوماندان اوس وايي چې په دې تړاو د پيل کړو هڅو په ترځ کې يې تر اوسه ۶۵ کسان د غصب په تور نيولي او دوسيې يې څارنوالۍ ته سپارل شوې دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((پوليسو تر اوسه ۳۱۱۹ جريبه ځمکه په بېلابېلو سيمو کې د غاصبينو له منګلو خلاصه کړې او ۶۵ کسان په دې تور نيول شوي، د تورنو دوسيې څارنوالۍ ته سپارل شوې دي.))

امنيه قوماندان وايي چې پر نيولو شوو کسانو له څو بسوو نيولې ته سلګونه جريبو پورې د ځمکو د غصب تور دی.

د ننګرهار استيناف څارنوالۍ  تر دې دمه په دې تړاو څه نه دي ويلي.

بلخو د استيناف محکمې رييس قضاوتمن عبدالولي قاضي زاده تېره ورځ د حکومتي چارواکو په غونډه کې ويلي چې تر اوسه د ځمکو د غصب ۱۷ قضيې ورغلي دي.

د ننګرهار د رسنيو دفتر په اعلاميه کې د نوموړي له قوله ويل شوي: ((د کال له پيله تر اوسه موږ ته د ځمکو د غصب ۱۷ قضيې راغلې دي چې لويه قضيه يې تر پنځو بسوو  ډېره نه ده.))

د جلال اباد ښار اوسېدونکي حبيب الله پژواک اژانس ته وويل چې د ځمکو د غاصبينو د نيولو په مسئله کې جديت نشته او اصلي غاصبين نه نيول کېږي.

ده وويل: ((په دې مسئله کې جديت په کار دی؛ ځکه په ننګرهار ولايت کې په زرګونو جريبه ځمکه غصب شوې ده.

تر دې مخکې د ننګرهار د ولايتي شورا رييس او غړو هم ويلي وو چې د ځمکو د غصب په مسئله کې جديت په کار دی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.