ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیکا کروندګرو ته نیالګي ورکړل شول

د پکتیکا کروندګرو ته نیالګي ورکړل شول

author avatar
16 Mar 2016 - 14:29
د پکتیکا کروندګرو ته نیالګي ورکړل شول
author avatar
16 Mar 2016 - 14:29

ښرنه (پژواک، ٢٦ کب ٩٤): د لومړي ځل لپاره د پکتيکا درې سوه کروندګرو ته مېوه لرونکي نیالګي په ارزانه بيه ورکړل شول.

د دغه ولايت د کرنې او مالدارۍ رياست د کرنې د برخې امر نذير نوابي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د يوې بهرنۍ موسسې په مرسته د پکتيکا ولايت درې سوه کروندګرو ته مېوه لرونکي نيالګي ورکړل شول.

هغه وويل چې په دې مرسته کې د مڼو، ناک، انګورو، بادام او زردالو نيالګي شامل دي.

ده وويل چې د هر باغ لپاره ٦٥ ونې، دېرش کيلو توره او سپينه سره يواځې په ١٥٥٠ افغانيو ورکړل شول.

نوابي وايي: ((دغه ونې ښه حاصلات ورکوي او تر نورو ژر مېوې هم نيسي.))

د مرکز ښرنې قومي مشر سيدالله پژواک ته وويل: ((ما باغ جوړ کړي، ډېر خوښ يم چې د کرنې رياست له موږ سره مرسته وکړه.))

ده وويل چې پکتيکا يو کرنيز ولايت دی، نو حکومت يې بايد دې برخې ته ډېره پاملرنه وکړي.

بل قومي مشر عمرخان پژواک ته وويل چې د لومړي ځل لپاره په دغه ولايت کروندګرو ته په ټيټه بيه مېوه لرونکي نیالګي ورکړل شول.

ده پر باغ لرونکو ټينګار وکړ چې له خپلو باغونو په سمه توګه ساتنه وکړي تر څو په راتلونکي کې دغه ولايت د مېوو پر صادروونکي ولايت بدل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت له لوري د هېواد په بېلابېلو برخو کې پر کروندګرو مېوه لرونکي ونې په ارزانه بيه وېشل کېږي، تر څو په هېواد کې بڼوالي پرمختګ وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.