ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې پولیسو او داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

په ننګرهار کې پولیسو او داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
16 Mar 2016 - 14:40
په ننګرهار کې پولیسو او داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
16 Mar 2016 - 14:40

جلال اباد (پژواک، ٢٦ کب ٩٤): چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د نښتو پر مهال پوليس او داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د کب په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د داعش وسله والو د هسکې مېنې ولسوالۍ د مزدکي په سيمه کې د پوليسو پر پوستو بريدونه کړي وو.

هغه زياته کړه چې پوليسو هم ځوابي عمليات وکړل چې په پايله کې یې د  داعش ٦ وسله وال ووژل شول او څلور نور ټپیان شول.

خوږياڼي وويل چې په دې نښتو کې پوليسو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره ورته نه وه معلومه.

خو د دغه ولايت يوې امنيتي سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې په دې نښتو کې شپږ سيمه ييز او ملي پوليس هم وژل شوي دي.

د يو بل خبر له مخې، نن سهار د بهسودو ولسوالۍ په مقام کې د دوو پوليسو تر منځ نښته شوې ده.

د والي وياند وايي چې تر لفظي شخړې وروسته يوه پوليس پر بل ډزې کړې او هغه يې وژلى دى.

خوږياڼي وويل چې قاتل پوليس نيول شوى او تر پلټنو لاندې دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.