ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دايکنډي به وچکالۍ اغېزمن کړي

دايکنډي به وچکالۍ اغېزمن کړي

author avatar
17 Mar 2016 - 15:57
دايکنډي به وچکالۍ اغېزمن کړي
author avatar
17 Mar 2016 - 15:57

باميان (پژواک، ٢٧ کب ٩٤): په دايکنډي کې سږ کال د واورو نه ورېدو له امله  د دغه ولايت سيمه ييز مسوولين اندېښمن دي او هغوى ياد ولايت کې د کرنيزو حاصلاتو د کموالي وړاندوينه کړې ده.

دايکنډي د هېواد په مرکزي سيمو کې پروت يو غرنيز ولايت دى، ډېرى اوسېدونکي يې کروندګر دي او له همدې لارې خپل ژوند پر مخ وړي.

خو د خلکو استازي او سيمه ييز مسوولين په روان ژمي کې د واورو نه ورېدو له امله اندېښمن دي او وايي چې دا ولايت به ١٣٩٥کال کې له وچکالۍ سره مخ وي.

د دايکنډي ولايتي شورا غړي هادي رحيمي زاده پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه  عوايد د نورو ولايتونو په پرتله کم او سيمه غرنۍ ده ، ځکه خلک يې بې وزلي او ناداره دي او وچکالي به خلک نور هم بېوزله کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د دايکنډي مرکز نيلي د کوچني او سيمه ييز بازار په څېر ده او هېڅ راز صنعتي کارخونه او د عوايدو منبع شتون نه لري له دې امله يې د خلکو اقتصادي وضعيت کمزورى دى.

رحيمي زاده وايي چې د دايکنډي ډېرى سيمې سړې دي، خلک يې چې تر ډېره په کرنه بوخت دي، له کرنيزو محصولاتو چې للمي (د باران په اوبو خړوبېږي) لږ حاصلات ترلاسه کوي نوځکه حاصلات يې بسنه نه کوي، په روان ژمي کې واوره هم نه ده ورېدلې، د راتلونکي کال حاصلات يې زيانمن کړي او خلک اندېښمن دي.

نوموړي زياته کړه چې د دايکنډي ٩٠ سلنه وګړي په کرنه او مالداري بوخت دي او کله چې وچکالي راشي نو ټول به اړ او زيانمنونکي شي.

د ولايتي شورا ياد غړى وايي چې دولت دې په دې برخه کې اړين ګامونه پورته کړي او خلک دې له بېوزلۍ او وزګارۍ وژغوري ،له کرنې څخه د ملاتړ په موخه دي کروندګرو ته  د ژورو څاګانو د کيندنې ترڅنګ د اوبو کوچني بندونه هم جوړ کړي.

رحيمي زاده وويل: "وچکالي د اندېښنې وړ ده او اړتيا ده چې خوراکي پروګرامونه ډېر ژر ترلاس لاندې ونيول شي او که بزګرانو سره مرسته ونه شي، ښايي د دايکنډي زيات خلک ښارونو ته کډه شي."

هغه زياته کړه، مخکې کلونو کې چې وچکالي کمه وه، سلګونه کورنۍ له دغه ولايت څخه بېځايه شوې دي ، ځوانان د کارموندلو لپاره له هېواده بهر ته تلل او که اړين اقدامات ونه شي  د ځوانانو د تېښتې کچه به زياته شي او هم  به ډېرې کورنۍ بې ځايه شي چې دا يوه ټولنيزه ستونزه ده.

کروندګر تر ډېره له وچکالۍ څخه اندېښمن دي.

د دايکندي مرکز نيلي اوسېدونکى سلمان وايي، ټولې هغه ويالې چې د دايکنډي له درو څخه تېرېږي، کروندګر يې له اوبو څخه استفاده نه شي کولى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.