ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تېلو، بورې، اوړو، غوړيو او سرو زرو بيې لوړې شوې دي

د تېلو، بورې، اوړو، غوړيو او سرو زرو بيې لوړې شوې دي

author avatar
17 Mar 2016 - 18:59
د تېلو، بورې، اوړو، غوړيو او سرو زرو بيې لوړې شوې دي
author avatar
17 Mar 2016 - 18:59

کابل (پژواک ٢٧ کب ٩٤): کابل ښار کې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د تېلو، بورې، اوړو، غوړيو او سرو زرو بيې لوړې شوې دي.

د کابل ښار د خوراکي توکو سوداګرو د ټولنې مشر فضل الرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د ٤٩ کيلوګرامه لومړۍ درجه پاکستاني اوړو عمده پلور بيه له ١١٨٠ افغانۍ ١١٩٠ افغانيو، ٤٩ کيلوګرامه پاکستانۍ بوره له ١٨٠٠ افغانۍ ١٩٠٠ افغانو او ١٦ ليټره مومن غوړي له ٩٦٠ افغانۍ ٩٧٠ افغانيو ته لوړه شوې ده،.

نوموړي وويل، چې د يادو توکو بيو د کمو وارداتو له امله لوړې شوې او له نوي کال وروسته به يو ځل بيا راټيټې شي.

خو د هغه په وينا، نن د تېرو اوو ورځو په څېر د ٢٥ کيلوګرامه لومړۍ درجه پاکستانۍ سيله وريژو بيه په ١٦٥٠ افغانۍ ده.

دغه راز د کابل منډوي يوه چاى پلورونکي فضل احمد په وينا، چې نن د تېرې پنجشنبې په څېر د يوه کيلو تور افريقايي چاى عمده پلور بيه ٢٤٠ افغانۍ او د مدينه شين چاى بيه ٢٢٠ افغانۍ ده.

د ځينو خوراکي توکو پرچون پلور بيې له عمده پلور بيو سره په ځينو مواردو کې ډېر او په ځينو مواردو کې کم توپير لري.

د کابل ښار د دهن باغ سيمې يوه خوراکه پلورونکي احمد جاوېد وويل، چې نن د ٤٩ کيلوګرامه بورې پرچون پلور بيه ١٩٥٠ افغانۍ، پنځوس کيلوګرام لومړۍ درجه قزاقستاني اوړه ١٣٠٠ افغانۍ، ٢٤ کيلوګرامه لومړۍ درجه پاکستانۍ سېله وريژې ١٨٠٠ افغانۍ، ١٦ ليټره مومن غوړي١٠٠٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى ٢٦٠ افغانۍ او يو کيلو شين مدينه چاى ٢٥٠ افغانۍ دى.

د تېلو بيې هم لوړې شوې دي.

د کابل ښار د وزير اباد د تېلو ټانک يوه کارکوونکي عبدالهادي وويل، چې نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د يوه ليټر پټرول تېلو بيه له ٣٩ افغانۍ ٤١ افغانۍ او يوه ليټر ډېزل تيلو بيه له ٣٣ افغانۍ ٣٤ افغانيو ته لوړه شوې ده.

د هغه په وينا، کابل کې د تېلو بيې په نړيوالو بازارونو کې د د تېلو بيو د لوړېدو له امله، پورته شوې دي.

خو د کابل ښار د کلوله پشتې بازار يوه ګاز پلورونکي محمد شريف وويل چې نن د تېرو اوو ورځو په څېر د يوه کيلوګرامه اوبلن ګاز بيه ٤٠ افغانۍ ده.

د سرو زرو بيې هم لوړې شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.