کابل (پژواک، ۲۷ کب ۹۴) :د کابل پوليس وايي، د قتل او نورو جرمونو په تړاو يې ۱۲ تنه نيولي چې څلورو يې د پوليسو د رينجر موټر په وسيله غلاوې کولې.
په کابل کې د پوليسو د ١٠١ اسمايي زون قوماندان لوى پاسوال عبدالرحمن رحيمى نن په کابل کې خبريالانو ته وويل چې له نيول شوو درېيو ملکي کسانو د کورنيو چارو وزارت د محبوسينو رياست اړوند د رينجر له يو موټروان سره اړيکې لرلې او له دې لارې يې ياد رينجر په غلاوو کې کارول.
دی وايي چې ياد درې کسان او موټر چلوونکى نيول شوي او په اړه يې پلټنې روانې دي.
دغه راز د ده په وينا، پوليسو دوه تنه چې يو کرولا موټر يې د کابل له شکردرې ولسوالۍ غلا کړی او د پغمان ولسوالۍ ته يې لېږدولى و، هم نيولي دي.
خو هغه وايي چې غلو د موټر مالک وژلى دى.
د ده په وينا، د کابل پوليسو تېره ورځ يو کس چې د کابل په شهرنو سيمه کې يې د مريم په نوم يوه نجلۍ وژلې وه، هم نيولی دی.
هغه په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل.
دی وايي، د دې تر څنګ د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې پنځه تنه نور چې په سازمان شوو غلاوو او وژنو کې يې لاس درلود له وسلو سره يو ځای نيول شوي دي.
رحيمى زياته کړه چې د ١٢ تنه په تېرو ٧٢ ساعتونو کې نيول شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن