ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاهم د فرخندې اړوند عدالت نه دى تامين شوى

لاهم د فرخندې اړوند عدالت نه دى تامين شوى

author avatar
17 Mar 2016 - 20:31
لاهم د فرخندې اړوند عدالت نه دى تامين شوى
author avatar
17 Mar 2016 - 20:31

کابل (پژواک ٢٧کب ٩٤): د " افغان ښځوو شبکه" وايي چې لا هم د فرخندې وژنې په اړه عدالت نه دى تامين شوى او د قضايې ځواک په اړه خلک بې باوره شوي دي.

فرخنده "ملکزاده" د ١٣٩٣ کب ٢٨مه د کابل ښار شاه دوشمشېره جومات مخ ته د يو شمېر قهرجنو کسانو له لوري تر وهلو ټکولو وروسته ووژل شوه او مړي يې وروسته د يادو کسانو له لوري وسوځول شو.

په دې پېښه کې ښکېلو کسانو ادعا کړې وه چې يادې پېغلې نجلۍ قران کريم ته اوراچولى دى، د ارشاد، حج او اوقافو او کورنيو چارو وزارتونو  چې دا پېښه  يې څېړلې ده، ويلي يې دي چې قران کريم د دې نجلۍ له لوري نه ده سوځول شوى او هغه بې ګناه وه.

د "افغان ښځو شبکه" AWN نيوکه کوي چې د يوه کال په تېرېدو سره لا هم د فرخندې قضيې په اړه عدالت نه دى تامين شوى.

هغه غونډه چې نن د "افغان ښځو شبکه" له لوري د "فرخندې شکنجه په تاريخ کې د افغان ښځو شکنجې" تر نوم لاندې د کابل نوي ښار پارک کې جوړه شوې وه، هغوى وويل چې د فرخندې قضيې ته نه لاسرسى او قانوني تعقيب، د درې ګونو محاکمو د احکامو کې د وخت غفلت، ښکاره سرغړونه د دې لامل شوې څو خلک د فرخندې پېښې په اړه پرېکړه نمايشي او غيرقانوني وبولي.

د دې شبکې غړې فاطمې ګيلاني پژواک خبري اژانس ته وويل چې افغانستان کې د ښځو له حقونو څخه دفاع د پروژې بڼه خپله کړې ده، نن هم په غونډه کې د ښځو تت ګډون دا ښيي چې دا غونډه هم پروژه وي ده.

هغې زياته کړه: "موږ بايد د خپلو او نورو خويندو حقونو نه د دفاع لپاره، لکه د فرخندې په څېر چې له تاوتريخوالي سره مخ دي او خپل ځانونه يې له لاسه ورکړي دي، همغږي او يو موټى شو."

مېرمن ګيلاني ادعا وکړه، کومو محاکمو چې د فرخندې د قضيې په اړه پرېکړه کړې ده، د منلو نه ده، بايد تورن کسان د خلکو په وړاندې په دار وځړول شي.

د فرخندي د قتل په تړاو د پوليسو په ګډون څه باندې ٤٠ کسان تر نيولو وروسته محاکمه شول چې يو شمېر يې مجازات او پاتې نورو يې برائت واخيست.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ لويې څارنوالۍ د فرخندې وژنې قضيه کې د ښکېلو کسانو په اړه وروستۍ پرېکړه اعلان کړه، چې ١٣ ښکېل کسان له ١٠- ٢٠ کلنو په تنفيذي قيد محکوم شول.

د لويې څارنوالۍ وياند بصير عزيزي ويلي دي چې د دې کسانو له ډلې څخه ٣ کسان شل کاله، ٩ کسان ١٦کاله او يو بل تن په ١٠ کاله حبس محکوم شوي دي.

هغه همداراز يادونه وکړه، ځيني کسان چې وروسته د دې قضيې په تړاو نيول شوي دي، دوسيه ورته جوړه شوې ده او يو شمېر نور تښتېدلي دي، خو تر اوسه د هغوى په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې، کله چې د دوى په اړه نهايي حکمونه صادر شي، له رسنيو سره به شريک شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.