ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د ۵۴ وسله والو د وژلو ادعا وشوه

هلمند کې د ۵۴ وسله والو د وژلو ادعا وشوه

author avatar
17 Mar 2016 - 16:28
هلمند کې د ۵۴ وسله والو د وژلو ادعا وشوه
author avatar
17 Mar 2016 - 16:28

لښکرګاه- غزني (پژواک، ٢٧ کب ٩٤): د هلمند امنيتي چارواکي د دغه ولايت په دوو ولسواليو کې د ٥٤ طالبانو د وژلو ادعا کوي بلخوا په غزني کې د يو مشهور طالب قوماندان د نيول کېدو خبر هم ورکړل شوى دى.

د ٢١٥ ميوند قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن محمد رسول ځاځي د کب په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د خانشين ولسوالۍ په شهيد محسن سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر کمپ بريد وکړ.

هغه وايي چې د امنيتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې ٥٠ طالبان وژل شوي دي.

دغه راز هغه وويل چې تېره شپه د نادعلي ولسوالۍ د ذوالفقار پوستې په سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته شوې ده.

هغه وايي چې په دې نښته کې هم څلور طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

ځاځي په يادو نښتو کې د افغان امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.

خو د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک ته وويل چې په خانشين ولسوالۍ کې اوس هم د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده.

هغه وويل چې د خانشين په نښتو کې تر اوسه څلور پوليس وژل شوي او اته تنه نور ټپيان دي.

دوه ورځې وړاندې وسله والو طالبانو د هلمند خانشين ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راوسته.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د ملي امنيت رياست وايي چې په غزني ولايت کې یې د طالبانو يو مشهور قوماندان نيولى دى.

د اړوندې موضوع په اړه د ملي امنيت رياست له لوري د کب په ٢٧مه پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه قوماندان قاري خليل الرحمن نومېږي چې د غزني ښار اړوند سيمو کې يې فعاليت کاوه.

سرچينه وايي چې ياد طالب قوماندان اوسمهال تر څېړنو لاندې دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.