ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

١٠٢ عنوانه کتابونه يوځايي چاپ شول

١٠٢ عنوانه کتابونه يوځايي چاپ شول

author avatar
17 Mar 2016 - 18:10
١٠٢ عنوانه کتابونه يوځايي چاپ شول
author avatar
17 Mar 2016 - 18:10

کابل (پژواک، ٢٧ کب ٩٤): د "ملي تحريک" په هڅو په بېلابېلو برخو کې ليکل شوي ١٠٢ عنوانه کتابونه يوځايي چاپ او خپاره شول.

د دې تحريک مشر پوهنوال محمد اسماعيل يون د دې کتابونو د مخکتنې غونډه کې چې په کابل کې جوړه شوې وه، وويل چې په تېر کال کې يې ژمنه کړې وه، چې سل عنوانه کتابونه به چاپوي، خو نه يواځې دا چې خپل ټاکلى هدف يې ترلاسه کړ، بلکې ١٠٢ عنوانه اثار يې چاپ او خپاره کړل.

ده زياته کړه، دا کتابونه د مختلفو ليکوالو له خوا په بېلابېلو برخو کې ليکل شوي، چې زياتره يې هغه اثار دي چې په تدريسي برخه کې به ترې ګټه اخيستل کېږي.

د هغه په وينا، د دې کتابونو په چاپ کې ورسره بېلابېلو کسانو مرسته کړې ده.

نوموړي له حکومت او نورو بنسټونو وغوښتل، چې له دې کاره الهام واخلي او په راتلونکي کې دې او دې ورته د نورو کارونو په ترسره کولو کې د هېواد په پرمختګ او وده کې په عملي توګه ګام واخلي.

يون ژمنه وکړه چې په راتلونکي ١٣٩٥ کال کې به يو کلينيک، يو جومات او پنځه د سواد زده کړې مرکزونه جوړوي.

ولسمشر اشرف غني په هغه پيغام چې د هغه د فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر له لوري ولوستل شو، ويلي و چې د کتاب مخکتنه يو ښه دود دى چې د علم او فرهنګ له غوړېدو سره مرسته کوي او د ليکوال او لوستونکي د هڅونې سبب ګرځي.

ده زياته کړې: "د شاوخوا سلو کتابونو يوځايي مخکتنه، يقيناً د مخکتنو د دود په تاريخچه يو کم سارى او بلکې بې سارى اقدام دى، چې له جوړوونکي يې بايد مننه وشي. د کتابونو له مؤلفانو او هر هغه چا چې د کتابونو له چاپ سره يې مرسته کړې، مننه کوم. دا د هېواد له کلتوري او علمي ودې سره لويه مرسته ده."

د ملي يووالي حکومت اجرايه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله غونډې ته په خپل ټېلېفوني پيغام کې د يادو څه باندې سلو کتابونو چاپ يو لوى فرهنګي او ملي کار وباله او ډاډ يې څرګند کړ، چې د ملي يووالي حکومت له فرهنګي هڅو ملاتړ کوي.

ده وويل، د هېواد په دغسې شرايطو کې دغه هلې ځلې د افغانستان او خلکو ته يو لوى زېرى او ځوان نسل ته د دې زمينه برابروي چې په ټولنه کې خپل تاريخي او فرهنګي مسووليت ترسره کړي.

د هغه په خبره، د يادو کتابونو په چاپ سره دا هيله پياوړې کېږي، چې هېواد مو لوړ استعدادونه لري او هغوى د ټولنې په وړاندې خپل مسووليتونه ترسره کوي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي په دې غونډه کې په خپلو وينا کې د ملي تحريک د دغه علمي او فرهنګي ګام ستاينه وکړه او ويې ويل: "د ملتونو په تاريخ کې د علم او فرهنګ د ودې دور له ظلمت او ناخوالو څخه د نېکمرغي او سعادت په لور د ګوزار دور وي او په افغانستان کې دغه دور او شېبه زه نن احساسوم. هغه دور چې رڼا، ترقي او پر خپلو پښو درېدل په کې وينم او دغه حالت ته رسېدل يواځې او يواځې د تعليم او علم له لارې ممکنه دي."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.