ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېر یوکال کې د هلمند څلورنیم زره ملکي وګړو او امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

تېر یوکال کې د هلمند څلورنیم زره ملکي وګړو او امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
19 Mar 2016 - 13:21
تېر یوکال کې د هلمند څلورنیم زره ملکي وګړو او امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
19 Mar 2016 - 13:21

لښکرګاه (پژواک، ۲۹ کب ۹۴): په هلمند ولايت کې په تېر يو کال کې څه باندې څلورنيم زرو ملکي کسانو او امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په هلمند کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د سيمه ييز دفتر د څارنې مشر عبدالله خالقي د کب په ٢٩مه د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې په دغه ولايت کې د روانو جګړو او نا امنيو له امله په تېر يو کال کې ٢٤٢ ملکي کسان وژل شوي او ٨٢٨ نور ټپيان شوي دي.

هغه وايي چې په وژل شوو کې ٤٠ ماشومان، ٢٦ ښځې او ١٧٦ نارينه دي او په ټپيانو کې ٣٥٣ يې ماشومان، ١٦٩ يې ښځې او ٣٠٦ نارينه دي.

ده وويل چې د تېر کال په پرتله سږ کال په هلمند ولايت کې د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې شمېره ٣٥ سلنه لوړه شوې ده.

تېر کال په هلمند ولايت کې ٧١٥ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د خالقي د معلوماتو له مخې، ملکي کسانو ته دغه مرګ ژوبله د حکومت او وسله والو مخالفينو تر منځ د جګړو، د ماين چاودنو او د ورته نورو پېښو له امله ور اوښتې ده.

هغه د جګړې له ښکېلو خواو غوښتنه وکړه چې په راتلونکي کې د جګړې پر مهال د ملکي خلکو ژوند ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک ته وويل چې په تېرو دريو مياشتو کې په دغه ولايت کې ٦٠ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ډېری يې په سنګين ولسوالۍ وو.

ځواک په دغه ولايت کې د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه نا خبري وښوده او زياته يې کړه: ((په دې اړه موږ تر اوسه ارقام نه دې را ټول کړي يواځې د ملکي خلکو د دريو مياشتو مو راټول کړي دي.))

خو په هلمند کې د پوليسو يوې باوري سرچيني پژواک ته وويل چې په روان کال کې په دغه ولايت کې ٣٥٠٠ امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه وويل چې په همدغه کال کې يواځې ٦٤٠ ملي پوليس او ٢٣٢ سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.

ده وويل چې په همدغه کال کې ١٠٠١ ملي پوليس او ١٦٠ سيمه ييز پوليس ټپيان شوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.