خوست ښار (پژواک، ٢٩ کب ٩٤): د ځاځي ميدان ولسوالۍ خلک پر دولت نيوکې لري چې په تېرو ۱۴ کلونو کې د ملي پيوستون له پروګرام پرته د دوی د غوښتنو پر بنسټ بل هېڅ ډول پرمختيايي کار نه دی ورته کړی.
قومي مشران وايي چې په ولايت او مرکز کابل کې يې د هرې ادارې دروازې ټکولې دي خو په ځواب کې تش پر ژمنو غولول شوي او هېڅ عمل نه دی پرې شوی.
د دې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې په اوسني دولت او دغه راز د حامد کرزي په ۱۳ کلنه واکمنۍ کې يې زرګونه ځوانان د جنګ قرباني شوي، خو په بدل کې يواځې مننه هم نه ده ترې شوې.
د ځاځي میدان د ځاني تلفاتو کچه
ځاځي ميدان د خوست شمال ختيځ ته په ۵۰ کيلومترۍ کې پرته نسبي غرنۍ ولسوالي ده، د امنيت له پلوه د افغانستان په کچه باامنه سيمه يادېږي، خلک يې ارام ژوند لري، خو د ډېری اوسېدونکو اقتصاد يې کمزوری بلل کېږي.
په تېرو ۱۴ کلونو کې دغه ولسوالي د ګوتو په شمېر د ناامنيو د ځینو پېښو شاهده پاتې شوې ده. عمده لامل يې دا بلل کېږي چې نږدې د هرې کورنۍ يو، دوه يا درې کسان په افغان دولت کې دندې لري.
له دې کبله چې د دې ولسوالۍ زياتره ځوانان په امنيتي ځواکونو کې دندې ترسره کوي، د فيصدۍ له مخې د افغانستان د نورو ولسواليو په پرتله يې ځوانانو په تېره ۱۴ کلنه جګړه کې تر ټولو ډېره قرباني ورکړې ده.
د ځاځي ميدان ولسوال ميرويس زماني پژواک اژانس ته وويل چې د شمېرو له مخې څه باندې ۱۶ سوه ځوانانو د دولت له وسله والو مخالفينو سره په جنګ جګړو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
زماني زياته کړه: ((هغه کورنۍ چې غړي يې په عسکرۍ کې نشته، هغه معلم دی يا ملا دی. بله هېڅ يوه کورنۍ هم له غم څخه نه ده پاتې. د چا يو، د چا دوه او د چا درې مړه او يا ټپيان شوي دي.))
همدارنګه ځينې نورې شمېرې ښيي چې د يادې ولسوالۍ تر ۲۲۰۰ ډېر کسان ټپيان شوي هم دي چې زياترو هغوی يې لاس، پښې او يا د بدن ځيني نور غړي له لاسه ورکړي دي.
د خوست د ولايتي شورا غړي جانمير ځاځي پژواک اژانس ته وويل، هېڅ داسې اوونۍ نه ده تېره شوې چې له يوه څخه نيولې بيا تر اوو او اتو پورې د وژل شوو ځوانانو مړي يادې ولسوالۍ ته نه راوړل کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن