ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې لس روسي او تاجکستاني وګړي نيول شوي

په ننګرهار کې لس روسي او تاجکستاني وګړي نيول شوي

author avatar
19 Mar 2016 - 14:26
په ننګرهار کې لس روسي او تاجکستاني وګړي نيول شوي
author avatar
19 Mar 2016 - 14:26

جلال اباد (پژواک، ٢٩ کب ٩٤): چارواکي وايي چې د ملي امنيت ځواکونو په ننګرهار ولايت کې لس روسي او تاجکستاني وګړي نيولي دي.

د دغه ولايت يوې امنيتي سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د کب په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا کسان د ملي امنيت ځواکونو له خوا په ښېوې ولسوالۍ کې نيول شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې دوى په ياده سيمه کې د داعش د يوه قوماندان په کور کې پټ شوي وو او هڅه يې کوله چې له دغه ځايه د داعش تر نفوذ لاندې سيمو اچين او يا شينوارو ته لاړ شي.

يادې امنيتي سرچينې وويل، په نيول شوو کې يې درې روسي او اووه نور تاجکستاني وګړي دي او په اړه يې پلټنې پيل شوې دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼى وايي چې د ملي امنيت ځواکونو څو ورځې مخکې نهه بهرني وګړي نيولي او ترې پلټنې پيل شوې دي.

هغه د نيول شوو کسانو هويت په ډاګه نه کړ.

د ننګرهار د ولایتي شورا وکيل سهراب قادري هم وايي چې د ملي امنيت ځواکونو په ښېوې ولسوالۍ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه  بهرنيان نيولي چې په روسۍ ژبه يې خبرې کولې.

د يادونې ده، تر دې مخکې هم په ننګرهار ولايت کې د ازبکستان، تاجکستان او روسيې وګړي نيول شوي دي.

ويل کېږي چې دوى په داعش ډلې پورې تړاو لري او د پاکستان له وزيرستان او له زابل ولايت څخه دې سيمې ته راغلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.