مزارشريف (پژواک د وري لومړۍ نېټه ٩٥): د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف کې د زرګونو تنو په ګډون د حضرت علي (کرم الله وجهه) ته د منسوب زيارت جنډه د ځانګړو رسمي مراسمو په ترڅ کې پورته شوه.
د پژواک خبريال د مراسمو له ځايه خبر راکوي، چې دغه جنډه نن له غرمې مخکې په لسو بجو او ٤٥ دقيقو د اجرايه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله په قومانده د څو توپونو د ډزو په بدرګه پورته شوه.
د دې جنډې د پورته کولو په مراسمو کې پر اجرايوي رييس سربېره د کابينې او ملي شورا ځينو غړو، نورو دولتي چارواکو او زرګونو خلکو ګډون کړی و.
په دغو مراسمو کې ويناوالو د نوي لمريز کال د رارسېدو له امله مبارکي وويله او هيله يې وښوده، چې دغه کال د سولې او خوښۍ کال وي. په دې اړه جزييات به وروسته خپاره شي.
د مراسمو پرمهال د خلکو له خوا د جنډو رپولو ترڅنګ فضا ته پوکاڼۍ هم پورته شوې.
هر کال د وري په لومړۍ نېټه په مزارشريف کې د جنډې د پورته کولو مراسم ترسره کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن