ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر ۲۲ کسانو ته د علامه سيد جمال الدين افغان عالي دولتي نښانونه ورکړل

ولسمشر ۲۲ کسانو ته د علامه سيد جمال الدين افغان عالي دولتي نښانونه ورکړل

author avatar
20 Mar 2016 - 16:44
ولسمشر ۲۲ کسانو ته د علامه سيد جمال الدين افغان عالي دولتي نښانونه ورکړل
author avatar
20 Mar 2016 - 16:44

کابل (پژواک، د وري لومړۍ نېټه ٩٥): ولسمشر غني د نوي کال په مناسبت ۲۲ کسانو ته د علامه سيد جمال الدين افغان عالي دولتي نښانونه ورکړل.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمداشرف غني د نوي کال د نمانځنې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د افغانستان ۲۲ نومياليو ليکوالو، شاعرانو او د ادب او فرهنګ څېړونکو ته د دوى د خدمتونو د قدرداني په خاطر د علامه سيد جمال الدين افغان عالي دولتي نښانونه ورکړل.

سرچينه کاږي، په دې غونډه کې چې نن سهار په ارګ کې جوړه شوې وه، د هېواد د بېلابېلو ولايتونو ليکوالو، شاعرانو، د ادب او فرهنګ څېړونکو او استادانو په کې ګډون درلود، په پيل کې پوهاند ډاکټر محمدحسين يمين د نورو په استازيتوب د ادبياتو، ملي فرهنګ او په ځانګړي ډول د نوروزو د ملي جشن په هکله خبرې وکړې.

سرچينه زياتوي، ولسمشر غني د نوي کال په مناسبت د جوړې شوې غونډې ګډونوالو ته په خطاب کې، چې زياتره يې د علم، ادب او فرهنګ استادان وو، وويل، تاسو د افغانستان د فرهنګ توليدوونکي ياست او په سختو شرايطو کې مو د متحرک او ملي فرهنګ د ودې او بډاينې په برخه کې ارزښتناک خدمتونه کړي دي.

نوموړي د ملي فرهنګ وده چې ټول افغانان په کې ځان په مساوي توګه شامل او د دغه مملکت برخه بولي، مهم اصل وباله.

هغه زياته کړه، د ملي فرهنګ د ودې په برخه کې ستاسو اثار، کوښښونه او رول د ملي اردو او د اقتصاد له محرکينو څخه کم نه دي.

ولسمشر پښتو، دري او ازبکي د افغانستان درې لويې ژبې وبللې او څرګنده يې کړه، زه په خپلو ټولو ژبو چې ډېره عظيمه سابقه او روښانه راتلونکې لري، وياړم.

ده ټينګار وکړ چې د افغانستان نورې سيمه ييزې ژبې هم بايد په اساسي ډول وده وکړي، تر څو هر فرد پوه شي چې زموږ محلي هويتونه هم، زموږ د ملي هويت او فرهنګ لويه برخه ده.

غني وويل، الفت، انګار، غبار او نورو ملي مفکوره درلوده او دوى حاضر وو چې د دې مفکورې د پاللو لپاره د نورو ستونزو تر څنګ بنديخانه هم ومني او د دوى له برکته د لومړي ځل لپاره ولسواکي مطرح شوه.

د هغه په وينا، پخوا د زندان او د فکر د توليد ترمنځ ډېر لږ واټن وو، مګر اوس مې هيله دا ده چې خپله عظيمه انرژي له سانسور پرته د ملت جوړولو ته وقف کړئ.

نوموړي زياته کړه، نن ملت او دولت يو له بله جلا نه دي او زموږ اساسي قانون د افغانستان عظيمې فرهنګي ارزوګانې په اساسي فکري چوکاټ او د دولت په دستورالعمل بدلې کړې دي.

ولسمشر د ليکوالو او فرهنګيانو رول ته په اشارې وويل، ستاسو رول ځکه مهم دى چې زموږ سابقې ته له راتلونکې سره اړيکه ورکوئ او دا اړيکه نه يواځې ممکنه، بلکې ضروري ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.