کابل (پژواک، د وري لومړۍ نېټه ۹۵): د کابل ښار په جمال مېنه ساحه کې د سخي جنډه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د زرګونو خلکو په ګډون د امن په فضا کې پورته شوه.
یاده جنډه، نن (د ۱۳۹۵ کال لومړۍ ورځ) له غرمې مخکې لس بجې او څلوېښت دقیقې د زرګونو کابل ښاریانو او دولتي چارواکو په ځوږ او ولولو کې ودرول شوه.
د جنډې پورته کولو په ننني مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال ستر پاسوال عبدالرحمن رحمان، د سولې عالي شورا مرستیال محمد کریم خلیلي زوی عالم خلیلي، ځیني نور دولتي چارواکي او په کابل کې د سفارتونو مرستیالانو ګډون کړی و.
عالم خلیلي د نوي کال مبارک وویله او هیله یې څرګنده کړه چې نوی کال به په هېواد کې د خوښیو، سولې او ثبات کال وي.
په دغو مراسمو کې د اجرائیه ریاست د دویم مرستیال محمد محقق، د سولې عالي شورا د مرستیال کریم خلیلي، د افغانستان د خلکو د اسلامي حرکت تنظیم د رییس سید حسن انوري او د انسجام حزب د رهبري شورا د رییس صادق مدبر پیغامونه هم ولوستل شول.
دغه مراسم هر کال د وري په لومړۍ نېټه د کابل ښار په جمال مېنه کې ترسره کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن