ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېر کال د وړم کال په پرتله کرنيز پيداوار ٧ سلنه ډېر شوي دي

تېر کال د وړم کال په پرتله کرنيز پيداوار ٧ سلنه ډېر شوي دي

author avatar
21 Mar 2016 - 16:17
تېر کال د وړم کال په پرتله کرنيز پيداوار ٧ سلنه ډېر شوي دي
author avatar
21 Mar 2016 - 16:17

کابل(پژواک، ۲ وری ۹۵): د افغانستان د کرنې وزارت وايي، له ناامنيو سره، سره تېر کال د وړم کال په پرتله  کرنيز پيداوار ۷ سلنه ډېر  شوي او تمه ده چې سږ کال به يې کچه تردې هم لوړه شي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزير اسدالله ضمير چې نن يې په کابل کې د بزګر د نړيوال جشن په مراسمو او د کرنيزو توکو په نندارتون کې خبرې کولې، وويل چې تېر کال د کرنيزو توليداتو د صادراتو کچه هم اوه سلنه لوړه شوې ده.

ده په دې اړه نور جزييات ورنه کړل.

د کرنې وزير وويل دا مهال په ټول هېواد کې د سل زره ټنو کرنيزو توکو لپاره سړې خونې شته خو په پام کې ده چې سږ کال  په بېلابېلو ولايتونو کې نورې سړنې خونې او څېړنيز فارمونه جوړ شي.

خو وزير په خپلو دغو لنډو خبرو کې ونه ويل چې څومره سړې خونې او فارمونه به چېرته جوړ شي.

ضمير د يادو څېړنيزو فارمونو په اړه زياته کړه : ((په پام کې لرو چې سږ کال ۴۰۰ جريبه ځمکه باندې د غنمو بېلابېل ډولونه وکرو،  هيله من يم چې روان کال به د غنمو توليد ۲۲ سلنه ډېروالى ومومي.))

ده د بزګر د ورځې په مناسبت په جوړ شوي نندارتون کې زياته کړه چې د سوداګرو او بزګرانو تر منځ اړيکې اړينې دي.

هغه ويې ويل چې په دې کار سره د هېواد د کرنيزو پيداوارو لپاره ښه بازارموندنه کېداى شي.

دغه نندارتون چې تېره ورځ پرانيستل شوى، د وري په څلورمه پاى مومي.

د کابل د کرنې رياست مشر حشمت الله عنايت  پژواک خبري اژانس ته وويل چې  په ياد نندارتون کې د هېواد د ۳۴ ولايتونو بزګرو او سوداګرو ګډون کړی تر څو يو له بل سره د خپلو توليداتو او سوداګرۍ تجربې او کړنې   شريکې کړي.

هغه وويل:"نن به د بزګرانو او سوداګرو تر منځ يو ناسته وشي تر څو بزګران سوداګرو ته د خپلو توليداتو د کيفيت او کميت په اړه معلومات ورکړي او سوداګر به هم له دوی سره د دوی د غوښتنو په اړه خبرې وکړي."

خو په ياد نندارتون کې يو شمېر بزګرانو وويل چې دولت هر کال په دې ورځ له بزګرو سره ژمنې کوي خو لس سلنه يې پوره کولاى نه شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.