ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جنرال عبدالله: د دې ضمانت کوم چې وسله وال مخالفين به هلمند ونه شي نيولى

جنرال عبدالله: د دې ضمانت کوم چې وسله وال مخالفين به هلمند ونه شي نيولى

author avatar
22 Mar 2016 - 19:09
جنرال عبدالله: د دې ضمانت کوم چې وسله وال مخالفين به هلمند ونه شي نيولى
author avatar
22 Mar 2016 - 19:09

کابل (پژواک ٣ ورى ٩٥): د ملي دفاع وزارت د لوى درستيز  رييس ارکان په داسې حال کې چې وايي، امنيتي ځواکونو د هلمند له يو شمېر سيمو څخه تکتيکي شاتګ کړى، دا تضمينوي چې دغه ولايت به د وسله والو مخالفينو لاس ته ونه غورځيږي.

 په وروستيو مياشتو کې د هېواد سويل لوېديځ ولايت هلمند د دولتي امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ د سختو نښتو شاهد و، چې اوسمهال د موسى کلا، نوزاد، باغران، ديشو او خانشين ولسوالۍ د دولت وسله والو مخالفينو په لاس کې دي او دغه راز مارجه ولسوالۍ هم د دوى له لوري کلابنده شوې ده.

 نن ډېرى امنيتي چارواکي د مشرانو جرګې عمومي ناستې ته وربلل شوي و، څو د هلمند او د هېواد د نورو ولايتونو د امنيتي وضعيت په اړه معلومات وړاندې کړي.

 د ملي دفاع وزارت د لوى درستيز  رييس ارکان ډګر جنرال عبدالله خان په دغه ناسته کې وويل: "تېر کال دښمنان په دې بريالي نه شول چې هلمند ونيسي...تاسو ته تضمين درکوم چې په روان کال کې يې هيڅکله هم نه شي کولى."

هغه زياته کړه، چې د هلمند د ٢١٥ قول اردو څلور نورې لواې بيا فعالې شوې او ټول ځواکونه سره راټول شوي، څو دوښمن ته سخته ماتې ورکړي.

نوموړي، د وسله والو له لوري د يو شمېر ولسواليو د نيولو او د امنيتي ځواکونو د شاتګ په اړه د مشرانو جرګې د ځينې غړو د پوښتنو په ځواب کې وويل: "د ملي دفاع وزارت خپلې پنځوس سلنه پوستې راکمې کړې، څو د محاربوي ځواکونو له مرګ ژوبلې مخنيوى وشي."

 هغه زياته کړه: "که چېرې شاتګ ونه شي او امنيتي ځواکونه د کلابندۍ په حال کې وي، دوى انسانان دي او مرګ ژوبله ويني."

 نوموړي وويل، امنيتي او دفاعي ځواکونو تېر کال چې يو غيرعادي کال و، وکولى شول چې له خپلې خاورې دفاع وکړي.

 هغه زياته کړه چې دغه ځواکونه بيا هم له خپل هېواد څخه دفاع ته چمتو دي او په روان کال کې هلمند، ننګرهار او کندوز ولايتونه د محاربوي ځواکونو پروګرامونو په لومړيتوب کې ځاى لري.

 نوموړي د هېواد پر سرحدي ولسواليو باندې د پاکستان د راکټي بريدونو په اړه وويل، چې امنيتي ځواکونو په دې اړه خپل تدابير نيولي او ځواب يې هم ورکړى دى.

 د جنرال عبدالله خان په وينا، د افغانستان پر خاورې د پاکستان د بريدونو موضوع يې په رسمي ډول د ملي يووالي حکومت له مشرانو او ډيپلوماټيکو لارو چارو څخه په جريان کې اچولې ده.

دا په داسې حال کې ده چې ملي دفاع وزارت سرپرست څو ورځې وړاندې ويلي و، چې د هېواد هر سرتېرى له دې پرته چې له خپل مرکز اجازه واخلي، کولى شي چې له خپل هېواد څخه د دفاع او د پرديو د يرغل په وړاندې ورته عمل وښيي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.