ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د هېواد د جاري اوبو نږدې نيمايي برخه ضايع کېږي”

“د هېواد د جاري اوبو نږدې نيمايي برخه ضايع کېږي”

author avatar
22 Mar 2016 - 17:30
“د هېواد د جاري اوبو نږدې نيمايي برخه ضايع کېږي”
author avatar
22 Mar 2016 - 17:30

کابل (پژواک، ٣ ورى ٩٥): د کرنې او اوبو لګولو وزير په هېواد کې د اوبو مديريت کمزورۍ ته په اشارې وايي چې اوسمهال د  روانو اوبو ٤٥ سلنه کروندو ته له رسېدو مخکې ضايع کېږي.

اسدالله ضمير دا موضوع نن په کابل کې د (اوبه او اشتغال) تر نوم لاندې د اوبو نړيوالې ورځې په مناست جوړ کنفرانس ته څرګنده کړه.

هغه وويل، هغه فضايي تصويرونه چې په ٢٠١٥ کال کې له افغانستان نه اخيستل شوي، څرګندوي چې په هېواد کې  ٩ ميليونه او ٦٠٠ زره هکتاره د کر وړ ځمکه موجوده ده چې له دې ډلې پنځه ميليونه او ٥٠٠ زره هکتاره د خړوب وړ ده.

وزير څرګنده کړه چې له دې پراخې ځمکې نه يواځې دوه ميليونه او ١٠٠زره هکتاره یې خړوبېږي.

اسدالله ضمير وويل: ((د پاتې اوبيزو سرچينو ضايع کول د زېربناوو د ويجاړۍ سبب دى چې په منځني دول په کانالونو او ويالو کې شته ٤٥ سلنه اوبه  له سربند يا ويالي له سره له حرکت وروسته کروندې ته په رسېدو کې ضايع کېږي.))

د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزير د معلوماتو پر بنسټ، د افغانستان ٧٠ سلنه کرنيز محصولات له کرنيزو ځمکو او ٣٠ سلنه يې د للميو د کر او د باران له اوبو ترلاسه کېږي، د بازار ٦٠ سلنه کار پر کرنه ولاړ دى.

دغه حکومتي چارواکي وويل چې د کورنۍ ٨٠ سلنه عايد له کرنيزو لارو دى چې په هېواد کې د کرنې اهميت ته په پام سره اړينه ده چې په دې برخه کې په جدي توګه پانګونه وشي.

ضمير زياته کړه چې اوسمهال افغانستان په کرنيزه برخه کې هر کال څلور ميليونه ډالر واردات لري او که چېرې په هېواد دننه د دې پيسو پانګونه وشي، د خلکو اقتصاد به ورسره شي.

د اوبو او انرژۍ وزير انجنير علي احمد عثماني هم په دې کنفرانس کې وويل: ((اوبه د انسان له پراخو اړتياوو ګڼل کېږي چې بديل نه لري، نه انسان او نه هم ځمکه کولى شي چې پرته له اوبو ژوند وکړي، کله چې پر اوبو بحث کوو، په حقيقت کې پر مرګ او ژوند بحث دى، نو بايد د اوبو د وېش او لېږد د مديريت په برخه کې سالم مديريت موجود وي.))

هغه زياته کړه چې اوسمهال افغانستان د اوبو د کمښت له ناورين سره مخ نه دى، بلکې د اوبو د زېرمې او کنټرول مديريت له ناورين سره مخ دى چې بايد مخه يې ونيول شي.

د کابل پولي تخنيک پوهنتون مشر عزت الله عامد وويل چې سالمو اوبو ته لاسرسى د هر انسان له لومړنيو حقونو ګڼل کېږي.

نوموړي وويل چې د افغانستان په څېر د ګڼو مخ پر ودې هېوادونو ستونزې د څښاک کافي از سالمو اوبو د نشتوالي په سبب دي چې هر کال ددې هېوادونو د وګړو څه باندې دوه ميليونه وګړي د اوبو د کمښت او يا چټلوالي له امله د را پيدا شوو بېلابېلو ناروغيو په سبب له منځه ځي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.