ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زابل کې پنځه امنیتي سرتېري وژل شوي

زابل کې پنځه امنیتي سرتېري وژل شوي

author avatar
22 Mar 2016 - 16:36
زابل کې پنځه امنیتي سرتېري وژل شوي
author avatar
22 Mar 2016 - 16:36

کلات (پژواک، ٣ ورى ٩٥): د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله پنځه امنيتي سرتېري وژل شوي دي.

د ارغنداب ولسوال ملا ظريف د وري درېيمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه چاودنه تېره شپه د ارغنداب- کلات پر لويه لار د اومکې باوړيو په سيمه رامنځته شوې ده.

هغه وايي چې په دې پېښه کې څلور پوليس او يو د ملي امنيت سرتېری وژل شوي او موټر يې هم ويجاړ شوى دى.

ولسوال وايي چې د يادې پېښې په اړه پلټنې پيل کړې خو په تړاو يې تر اوسه څوک نه دي نيول شوي.

د افغان دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه د يادې چاودنې په اړه څه نه دي ويلي.

دغه راز د شاه جوۍ ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالمتين پژواک ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبان په خان کلي کې يو کس له کوره ايستلى او بيا وژلى دى.

هغه وايي چې وژل شوي کس تر دې وړاندې په سيمه ييزو پوليسو کې دنده درلوده.

د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي هم وايي چې تېره شپه طالبانو په شاه جوى ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو مرستيال قوماندان وژلى دى.

خو يا دې پېښې په اړه د زابل امنيتي چارواکو تر اوسه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.