ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د ښاري خدمتونو وړاندې کولو مرکز جوړېږي

کابل کې د ښاري خدمتونو وړاندې کولو مرکز جوړېږي

author avatar
22 Mar 2016 - 00:00
کابل کې د ښاري خدمتونو وړاندې کولو مرکز جوړېږي
author avatar
22 Mar 2016 - 00:00

کابل (پژواک،٣ ورى ٩٥): کابل کې به خلک د روان کال تر پاى پورې د تذکرې، پاسپورټ، نکاح خط، د موټر چلونې جواز او داسې نورو وېش د "اسان خدمت" پروګرام په اډانه کې تر يو چتر لاندې تر لاسه کړي.

دا مطلب د "اسان خدمت" مشر شهزاد اريوبي له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې په کابل کې په ډاګه کړ.

 نوموړي وويل چې ددې پروګرام له لارې به د موټر، پانګونې او سوداګرۍ جواز، د برېښنا لګښت پيسې، د زوکړې سند، د طلاق ثبت، بيمه او داسې نور اسناد په بېړني ډول تر يو چتر لاندې اجرا شي.

هغه زياته کړه چې ددې طرحې په عملي کېدو سره به د اداري فساد مخه ونيول شي.

د نوموړي په وينا، ولسشمر اشرف غني اذربايجان ته په خپل سفر کې له داسې مرکز څخه ليدنه کړې ده او تصميم يې ونيو، څو افغانستان کې هم دا خدمتونه تر يو چتر لاندې وړاندې کړي.

 د اريوبي په وينا، د هېواد ولسمشر ددې پروګرام مسووليت هغه  ته سپارلى دى.

اريوبي وويل چې هغه د څو هېوادونو موډل ليدلى دى؛ خو ويې موندله چې اذربايجان د افغانستان لپاره تر ټولو غوره موډل کېداى شي.

نوموړي يادونه وکړه چې ده ولسمشر ته  کابل کې ددې ډول مرکز جوړولو وړانديز وکړ چې  تېره اوونۍ ولسمشر او د وزيرانو شورا  اقتصادي کمېټې تاييد کړ.

 د هغه په وينا، ولسمشراړوندو ارګانونو ته لارښوونه کړې ده څو ددې طرحې په تطبيق کې اړينه همکاري وکړي او ددې مرکز ودانۍ جوړولو لپاره دې ځمکه معلومه کړي.

نوموړي وويل چې اذربايجان حکومت  ددې طرحې عملي کولو په برخه کې افغان حکومت سره د هر راز همکارۍ ژمنه کړې ده او ټاکل شوې چې ددې مرکز جوړولو لپاره په روانه مياشت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تخنيکي همکاريو تړون لاسليک شي.

هغه زياته کړه چې ټاکل شوې د يادې طرحې پربنسټ، په لومړي ګام په کابل کې د مرکزي دفتر لپاره ودانۍ او راتلوونکي   "١٣٩٦" کال کې څلورو زونونو کې ساحوي دفترونه  او فرعي دفترونه د کابل په څلورو خواوو کې ددې پروګرام پلې کېدو لپاره  رامنځ ته شي.

 سرچېنې يادونه وکړه چې څلورو کلونو کې به دا پروګرام ټول افغانستان کې عملي شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.