ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جاني خېلو – څمکنيو سړک د جوړولو غوښتنه وشوه

د جاني خېلو – څمکنيو سړک د جوړولو غوښتنه وشوه

author avatar
23 Mar 2016 - 18:09
د جاني خېلو – څمکنيو سړک د جوړولو غوښتنه وشوه
author avatar
23 Mar 2016 - 18:09

ګردېز (پژواک، ٤ ورى ٩٥): د پکتيا د جانې خېلو او څکمنيو سلګونو اوسېدونکو د دې ولسواليو ترمنځ د لويې لارې د نه جوړېدو له امله احتجاجي لاريون وکړ.

لاريون کوونکي چې شمېر يې کابو ١٥٠٠ تنو ته رسېده، له دولته غوښتنه کوله چې د ياد سړک د جوړېدو کار بايد بېرته پيل کړي، ځکه له تېرو درېيو کلونو راهيسې يې کارونه په ټپه ولاړ دي.

د دې لاريون يوه تنظيموونکي او قومي مشر حاجي مامور پژواک خبري اژانس ته وويل، د دې سړک اوږدوالى ۴۰ کيلومتره کېږي چې شاوخوا درې کاله دمخه يې چارې پيل شوې وې، خو تر يو لړ لومړنيو چارو ترسره کېدو وروسته يې تراوسه پورې کارونه په ټپه ولاړ دي.

ده زياته کړه، په تېرو درېيو کلونو کې ورسره د دولت بېلابېلو چارواکو ژمنه کړې، خو يوه هم نه ده عملي شوې.

د هغه په وينا، دغه سړک د دې سيمې اوسېدونکو ته خورا ارزښت لري، ځکه دوه لويې ولسوالۍ سره نښلوي او د خلکو په ورځني ژوند هم ډېره اغېزه لري.

يوه بل لاريون کوونکي او قومي مشر حاجي مټاخان ورته خبره وکړې او وايي، له کلونو راهيسې د دې ولسواليو خلک د دولت چارواکو غلط کړي دي.

نوموړي ګواښ وکړ، که چېرې د دې سړک د جوړېدو چارې پيل نه شي، نو په راتلونکي کې به نور لاريونونه هم وکړي او ګردېز ته تللې د شپږو ولسواليو لارې به بندې کړي.

د ده په خبره، په دولتي چارواکو او وکيلانو کې ځينې کسان شته، چې د خپلو شخصي ګټو لپاره د يو شمېر پروژو د پلي کولو مخه نيسي او فساد په کې کوي.

د پکتيا د ولايتي شورا غړی تاج محمد منګل د يادو ولسواليو اوسېدونکو دغه لاريون پر ځای بولي او وايي، د دوی په حق کې زيات ظلم شوی دی.

هغه زياته کړه، خلکو د سړک جوړولو لپاره خپل کورونه او باغونه ړنګ کړل او هم يې د امنيت  په ساتلو کې له دولت سره همکاري کوله، خو د سړک چارې همداسې په ټپه ولاړې دي.

منګل زياتوي، دوی د دا ډول غږ پورته کولو ملاتړ کوي او تر هغه به له ولس سره وي، ترڅو دولت خپل حقوق نه وي ورکړي.

 پکتيا د والي وياند نقيب احمد اتل، پژواک اژانس ته وويل، د دې سړک چارې د ځينو تخنيکي ستونزو له امله ولاړې وې، خو دوی د کار د بېرته پيلولو هڅې کړې او کوي يې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.