ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له روغتونه تښتول شوى ماشوم پيدا شو

له روغتونه تښتول شوى ماشوم پيدا شو

author avatar
23 Mar 2016 - 14:34
له روغتونه تښتول شوى ماشوم پيدا شو
author avatar
23 Mar 2016 - 14:34

جلال اباد (پژواک،۴ وری ۹۵): چارواکي وايي، د ننګرهار د عامې روغتيا له روغتونه تښتول شوی هغه نوی زېږېدلى ماشوم يې موندلی چې له زېږون وروسته له بې هوښې مور څخه لادرکه شوی و.

دا پېښه په ننګرهار ولايت کې ډېرې ورځې د خبرونو سرټکى و او په غبرګون يې د څو لاريونونو ترڅنګ مدني فعالانو پر دې نيوکه درلوده، چې له زېږنتونه څه ډول ماشوم تښتول کيږي.

د ننګرهار امنيه قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد د وري په ۴مه، په خبري کنفرانس کې وويل  چې پوليسو دا ماشوم د جلال اباد ښار د فارم هډې په سيمه کې په يوه کور کې موندلی دی.

د شېرزاد په وينا: ((دا ماشوم کابو دوه مياشتې مخکې له روغتونه تښتول شوی او بيا پر يوې بې اولاده کورنۍ پلورل شوی ، موږ دا ماشوم پيدا کړ او خپلې کورنۍ ته مو ور وسپاره.))

د نوموړي په وينا، د پېښې د اصلي عاملينو په تړاو جدي څېړنې روانې دي او ډېر ژر به ونيول شي.

هغه د تښتونکو په تړاو نور څه ونه ويل، خو تر دې مخکې سيمه ييزې ادارې ويلي و، چې دا ماشوم يې ممکن د خپلوانو له لوري تښتول شوى وي.

د ننګرهار والي سليم خان کندوزي رسنيو ته وويل، چې دا ماشوم د هسکې مېنې ولسوالۍ د يوه اوسېدونکي زوی دی چې تر تښتونې وروسته دوه ځلې په ديرش زره افغانۍ پر يوه بل پلورل شوی و.

د والي په وينا: ((د تښتول شوي ماشوم پلار له دوه مېرمنو څو لوړنې لري او دا يې يواځينى زوی دی. موږ د پېښې په تړاو نورې څېړنې پيل کړي څو اصلي عاملين يې ونيسوو.))

د پيدا شوي ماشوم نيکه سيدک له سيمه ييزې ادارې مننه وکړه،چې د دوی ماشوم يې پيدا او ورته يې وسپاره .

سيدک وويل: ((دا مې يواځينی لمسی دی، زموږ د ټولې کورنۍ همدې ته سترګې غړيږي، دا چې کله زېږېدلی و مور يې بې هوښه وه او چا ترې له روغتونه پټ کړی و.))

نوموړي زياته کړه چې پوليس بايد د دې پېښې اصلي عاملين پيدا کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.