ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هلمند کې دوه ډاکټران وژل شوي

په هلمند کې دوه ډاکټران وژل شوي

author avatar
23 Mar 2016 - 12:24
په هلمند کې دوه ډاکټران وژل شوي
author avatar
23 Mar 2016 - 12:24

 نيلي(پژواک، ٤ ورى ٩٥): د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه کې دوه ډاکتران وژل شوي او په دايکنډي کې د يوه موټر د اوښتو له امله يو کس مړ شوى او يو بل ژوبل دى.

د هلمند د امنيه قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مديرشکورخان د وري په ٤مه  پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه دوه ډاکټران تېره شپه د لښکرګاه په صافيان سيمه کې وژل شوي دي.

هغه زياته کړه:((دا دوه ډاکټران سره وروڼه وو، يو له غلو سره مخامخ شوى و، دويم غوښتل چې له ورور سره يې مرسته وکړي چې دواړه ووژل شول.))

شکورخان وويل چې ددې پېښې په تړاو يې يو تن نيولى دى.

دغې امنيتي سرچينې ددې دوو روغتيايي کارکوونکو د دندې د ځاى په اړه معلومات ور نه کړل.

د صافيان سيمې اوسېدونکي نورالحق ددې پېښې پخلى وکړ او ويې ويل چې په دې پېښه کې دوه وروڼه وژل شوي او درېيم ورور ټپي شوى دى.

 په دايکنډي ولايت کې هم د يوه موټر دغورځېدو له امله يو کس مړ شوى دى.

د دغه ولايت د ميرامور ولسوال سيدمحمدهاشمي د وري په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه پرون ماښام رامنځته شوې ده.

ولسوال وويل چې يو فلاينکوچ موټرهغه مهال درې ته ګوزار شو چې د چلوونکي په ګډون ترې يو شمېر مسافر ددې ولسوالۍ د سرخ بيد کلي ښوونځي ته نږدي له موټره ښکته شوي وو.

 سرچينې زياته کړه، سره له دې چې موټر ګل و، خو په لوړه د درولو له امله يې حرکت کړى چې له امله يې دوو سپرو ته مرګ ژوبله واوښته.

هغه وايي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې پېښه د چلوونکي د بې احتياطۍ په سبب رامنځته شوې ده.

د هاشمي د معلوماتو له مخې، ټپي شوى تن د نيلي دولتي روغتون ته لېږدول شوى او موظفو ډاکټرانو د ناروغ وضعيت نازک بللى دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.