ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار- بامیان تر منځ سړک جوړېږي

د کندهار- بامیان تر منځ سړک جوړېږي

author avatar
24 Mar 2016 - 17:42
د کندهار- بامیان تر منځ سړک جوړېږي
author avatar
24 Mar 2016 - 17:42

کندهار (پژواک، ٥ ورى ٩٥): د فوايد عامې وزارت چارواکي وايي چې د کندهار او باميانو تر منځ د سړک جوړولو پلان لري چې په څو ورځو کې به د دې لويې لارې د مقدماتي سروې چارې پيل شي.

د کندهار- باميان سړک د مقدماتي سروې په موخه له دغه وزارت څخه کندهار ولايت ته د ورغلي پلاوي مشر عبدالقيوم ارغوشي خبريالانو ته وويل چې فوايد عامې وزارت پلان لري چې د سړک له لارې د هېواد له سوېلي او شمالي ولايتونه سره ونښلوي او دغه سړک به له کندهاره تر باميان ولايت پورې وغځول شي.

هغه وايي، د دغه سړک مالي لګښت د اسيا پرمختيايي بانک له خوا ورکول کېږي او عملي چارې يې د فوايد عامي وزارت له خوا مخې ته وړل کېږي.

ارغوشي زياته کړه چې د دغه سړک د مقدماتي سروې چارې د څو ورځو په اوږدو کي پيلوي چې سروې به يو کال دوام وکړي.

په دې غونډه کې د کندهار مرستيال والي عبدالعلي شمسي د ياد سړک له جوړېدو خوښي وښوده او ويې ويل چې دغه سړک د هېواد په کچه يوه لويه پروژه ده.

هغه وويل چې یاد سړک به د کندهار، اروزګان، دايکنډي او باميان ولايتونو پر اقتصاد، امنيت او سوداګرۍ مثبت اغېز ولري.

هغه زياته کړه چې د کندهار ولايتي اداره د دې پروژې پوره ملاتړ کوي او هر ډول امکانات به په کار واچوي تر څو دغه پروژه پلې شي.

شمسي ټينګار وکړ چې د دې پروژې سروې بايد په دقت سره وشي تر څو د ځينو پخوانيو پروژو په څېر دا پروژه د ناسمي سروې له امله له ستونزو سره مخ نه شي.

هغه زياته کړه چې د پروژې په تطبيق کې بايد د ولسواليو او هغو سيمو خلک چې سړک په کې تېريږي، په کار وګومارل شي، تر څو هم د سيمې خلکو ته د کار زمينه برابره شي او هم عام خلک د سړک په امنيت کي مرسته وکړي.

ده وويل چې د هغو ولسواليو له مخورو او اوسېدونکو سره باید پوره مشورې وشي چې دغه سړک په کې تيريږي تر څو تر ممکنه حده د شخصي ملکيتونو د استملاک مخه ونيول شي.

نوموړي ياد پلاوي ته سپارښتنه وکړه چي همدا نن د فوايد عامې د رييس په ملتيا د ارغنداب ولسوالۍ له هغو لارو ليدنه وکړي چې د دغه سړک مسير ټاکي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.