کابل (پژواک، ٥ ورى ٩٥): د امريکا د خپرنيز مديره پورډ او د (ګلوپ) څېړنيز بنسټ نظرپوښتنه څرګندوي چې يواځې ١٧ سلنه پوښتل شوو د حکومت له کړنو رضايت څرګند کړى دى.
همدارنګه د يادونې ده چې د ولسمشر اشرف غني په پرتله، له اجرايي مشر ډاکتر عبدالله نه د خلکو نا خوښي زياته ده او ډېرى خلکو د خپل ژوند له بد حالته شکايت کړى دى.
ګلوپ په امريکا متحده يالاتو کې مېشت څېړنيز شرکت دى چې په امريکا دننه او بهر د ستراتيژيک مشاوريت، تحليل ارزونې او عامه نظرپوښتنو په برخه کې فعاليت کوي.
د امريکا متحده ايالاتو نشراتي مديره بورډ د امريکا يوه دولتي اداره ده چې يواځې له پولو بهر خپرونې لري او د امريکا غږ اشنا راډيو ټلويزيون يې يوه برخه ده.
د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، دغو بنسټونو ياده نظر پوښتنه د تېر کال د اکتوبر له ٢٧ مې د نومبر تر ١٨ مې نېټې پورې د افغانستان په ٣٤ ولايتونو کې له ٢٠٠٠ کسانو سره د مخامخ مرکو له لارې ترسره کړې ده.
د دې نظر پوښتنې پايلې نن خپرې شوې دي.
نا رضايتي
په دې سروې کې راغلي چې د سروې نږدې ٨١ ګډونوال د ملي يووالي حکومت له کړنو خوښ نه دي او يواځې ١٧سلنه پوښتل شوو د حکومت پر کړنو خوښي څرګنده کړې ده.
دا موندنې څرګندوي چې د ملي يووالي حکومت د دوو مشرانو (ولسمشر محمداشرف غني او اجرايي مشر ډاکتر عبدالله) تر منځ د ولسمشر په پرتله له اجرايي مشر نه نا خوښي زياته ده.
د نظر پوښتنې پر بنسټ، د دې نظر پوښتنې شاوخوا ٧٦ سلنه ګډونوالو د ولسمشر غني او ٨٦ سلنه نورو يې د اجرايي مشر له کړنو ناخوښي څرګنده کړې ده.
ډېرى پوښتل شوو ويلي، هغه څه چې دوى يې د ملي يووالي حکومت د کال په پيل کې تمه درلوده، نه دي شوي او له دې حکومته هيلې ورځ تر بلې پيکه شوه.
دوى همدارنګه پر دولتي څوکيو د ګومارنې په برخه کې وړتيا ته په نه پام کولو، د پېژندنې او قومي اړيکو له لارې د افرادو مقررۍ هم له عمده ننګونو بللې چې دوى يې په اړه نا خوښي څرګنده کړې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن