مزارشريف (پژواک، ٥ ورى ٩٥): د شولګرې- مزارشريف ښار د لويې لارې په اوږدو کې د ترافيکي پېښې له امله ٧ کسان وژل شوي او ٩ نور ټپیان شوي دي.
د مزارشريف د ملکي روغتون سرطبيب ډاکتر نورمحمد فيض پژواک خبري اژانس ته وويل چې يو سراچه موټر له شولګرې ولسوالۍ مزارشريف ښار ته را روان و چې د لارې په اوږدو کې يې له يوه ټونس موټر سره ټکر کړى دى.
هغه وويل چې دا پېښه نن له غرمې وروسته شاوخوا يوه نيمه بجه رامنځته شوې چې له امله يې ٧ تنه وژل شوي او ٩ نور ټپیان دي.
د روغتون د سرطبيب په خبره، په وژل شوو کې دوې ښځې او پنځه ماشومان شامل دي او يو شمېر ښځې او ماشومان ټپیان شوي دي.
سرچينې زياته کړه چې د ټپيانو روغتيايي وضعيت نازک دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن