ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په نيمروز کې د يوه سوداګر مړى وموندل شو

په نيمروز کې د يوه سوداګر مړى وموندل شو

author avatar
24 Mar 2016 - 12:18
په نيمروز کې د يوه سوداګر مړى وموندل شو
author avatar
24 Mar 2016 - 12:18

زرنج (پژواک، ٥ ورى ٩٥): د هغه سوداګر مړى وموندل شو چې درې مياشتې مخکې د نيمروز په خاشرود ولسوالۍ کې د ناپېژاندو کسانو له لوري تښتول شوى و.

د وژل شوي سوداګر خپلوان پوليس په دې پېښه کې په لاس لرلو تورنوي او وايي چې نوموړى د پوليسو د رينجر په وسيله تښتول شوى او وروسته وژل شوى دى.

تښتول شوى سوداګر عبدالله نوري نومېده او درې مياشتې وړاندې د زرنج- خاشرود لويې لارې په اوږدو کې د ناپېژاندو وسله والو له لوري برمته شو او مړى يې تېره ورځ مازديګر په دې ولسوالۍ کې وموندل شو.

د عبدالله تره حاجي محمد نادر نورزي وايي چې وراره يې د يو لړ کارونو د ترسره کولو لپاره یادې ولسوالۍ ته تللى و چې د ناپېژنداه کسانو له خوا برمته او يوې ناڅرګندې ساحې ته لېږدول شوى و.

نوموړى ادعا کوي چې پوليسو يې د وراره په تښتولو کې لاس درلود او د پوليسو د موټر په وسيله تښتول شوى او وژل شوى دى.

نوموړى له دولته غواړي چې د وراره د وژنې عاملين يې ونيسي او قانوني چلند ورسره وکړي.

د ياد سوداګر يو خپلوان نورالدين نوري وايي چې تښتوونکو يې د تښتونې په بدل کې د عبدالله له کورنۍ نه زياتې پيسې غوښتې وې، خو د پيسو اندازه يې څرګنده نه کړه.

خو د نيمروز د امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير سمونوال عبدالهادي عزيزي پژواک ته وويل چې تښتوونکو عبدالله د خاشرود ولسوالۍ د استوګنې په يوه کور کې ساته.

نوموړي زياته کړه، وروسته له هغه چې ساحه د پوليسو له خوا تثبيت شوه او د سوداګر د خلاصون لپاره يې عمليات پيل کړل، تښتوونکو له فرصت نه په ګټو اخيستو عبدالله وژلی او بیا د پېښې له ځایه تښتېدلی.

عزيزي وويل چې دا موضوع د پوليسو تر جدي څېړنې لاندې ده او د دې پېښې د عاملينو د نيولو لپاره هڅې پيل شوې دي.

په ورته وخت کې يوه امنيتي چارواکي د نوم له اخيستو پرته وويل چې تښتوونکو عبدالله نورزى په يوه سمڅه کې ساتلى و، هلته يې اوبه او ډوډۍ ورکول، خو د پوليسو د عملياتو له خبرېدو وروسته يې سمڅه پر عبدالله ور ويجاړه کړې او خپله تښتېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د نيمروز امنيه قوماندان لا پخوا اووه پوليس د عبدالله نورزي د تښتونې په تور نيولي وو او په همدې سبب د نيمروز د امنيت امر سمونوال عبدالرحمن عزيزي هم له دندې ګوښه شوى دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.