ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“پولیس د جنرال دوستم د عکسونو څېروونکو د نیولو توان نه لري”

“پولیس د جنرال دوستم د عکسونو څېروونکو د نیولو توان نه لري”

author avatar
24 Mar 2016 - 17:38
“پولیس د جنرال دوستم د عکسونو څېروونکو د نیولو توان نه لري”
author avatar
24 Mar 2016 - 17:38

مزارشريف (پژواک، ٥ ورى ٩٥): په بلخ کې د جنبش ګوند چارواکي وايي، پوليس د هغه کس د نيولو توان نه لري چې د ولسمشر د لومړي مرستيال انځورونه يې څيرلي دي.

خو د بلخ امنيتي چارواکي بيا وايي چې په دې برخه کې يې خپل مسووليت ترسره کړى دى.

له تېرو دوو ورځو راهيسې په ځينو ولايتونو کې له دې امله لاريونونه وشول چې د نوي کال په لومړۍ ورځ ناپېژاندو کسانو په بلخ کې د ولسمشر د لومړي مرستيال او د جنبش ګوند د مشر عبدالرشيد دوستم دوه تصويرونو څېري او راښکته کړل.

د دوستم په ملاتړ ځينو لاريون کوونکو دعوه کوله چې د تصويرونو په ښکته کولو کې د بلخ د سرپرست والي عطامحمد نور کسان لاس لري.

عطامحمد نور دغه څرګندونې رد کړې او پلويانو يې په ملاتړ لاريونونه هم وکړل.

د اړوندې موضوع په اړه د جنبش ګوند د ځوانانو ټولنې مشر کنشکا ترکستاني د وري په ٥مه د يوې خبرې غونډې پر مهال وويل چې د بلخ پوليس د هغه کس د نيولو توان نه لري چې د جنرال دوستم عسکونه يې څيرلي دي.

ده وويل: ((دغه کس د جمعيت ګوند د وياند مرستيال ذبيح الله فطرت دى.))

ترکستانی وايي چې د فطرت په اړه ټول اسناد او شواهد يې د بلخ پوليسو ته سپارلي خو هغوی په دې برخه کې تر اوسه اقدام نه دى کړى.

په دې غونډه کې د نور په نوم د عکسونو لګولو د يو خصوصي شرکت استازي فيض يعقوبي وويل: ((د مزارشريف په پنځو سيمو کې موږ د جنرال صاحب دوستم انځورونه نصب کړل، ذبيح الله فطرت راغى او ما ته یې وويل چې دغه عسکونه مه لګوه او ما ته يې ګواښ هم وکړ.))

يعقوبي وايي چې په هماغه ورځ يې د اړوندې موضوع په اړه په بلخ کې د جنبش ګوند  چارواکو ته خبر ورکړ.

د جنبش ګوند د ځوانانو ټولنې مشر کنشکا ترکستاني وويل: ((ما بيا خپله فطرت ته زنګ وواهه چې دا کار مه کوه دا ښه کار نه دى.))

خو ذبيح الله فطرت پژواک ته وويل: ((د عکسونو څيرول يا د عسکونو ښکته کول دا کار زما له شان سره برابر نه دى او دا کار ما نه دى کړى.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.