ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان په چارچینو کې شپږ پولیس او اووه طالبان وژل شوي

د اروزګان په چارچینو کې شپږ پولیس او اووه طالبان وژل شوي

author avatar
26 Mar 2016 - 12:04
د اروزګان په چارچینو کې شپږ پولیس او اووه طالبان وژل شوي
author avatar
26 Mar 2016 - 12:04

ترينکوټ (پژواک، ٧ ورى ٩٥): د اروزګان په چارچينو ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته کې شپږ پوليس او اووه طالبان وژل شوي دي.

د چارچينو ولسوالۍ امنيه قوماندان ولي داد د وري په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د ريګي په سيمه کې پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل.

هغه وايي چې په دغو بريدونو کې شپږ پوليس او اووه طالبان وژل شوي او پنځه پوليس او ١١ طالبان ټپيان دي.

ده زياته کړې: ((له ډېره وخته دلته جګړې روانې دي خو موږ هڅه کوو چې دلته امنيت ټينګ ګړو.))

دغه راز د دې ولسوالۍ اوسېدونکي او د اروزګان د ولايتي شورا پخواني رييس امان الله هوتکي هم پژواک ته وويل چې تېره شپه په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې شوې دي.

ده وويل چې په دې نښتو کې طالبانو او امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه درلودل.

هوتکي وايي: ((له هلمند ولايت څخه طالبان دې ولسوالۍ ته راځي او بيا بريدونه کوي، دلته امنيتي وضعيت ډېر خراب دى.))

هغه ټينګار وکړ چې حکومتي چارواکي بايد د دې ولسوالۍ د امنيت ټينګښت ته اړينه پاملرنه وکړي که نه ډېر ژر به دغه ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په لاس سقوط وکړي.

وسله وال طالبان هم ياده نښته تاييدوي.

د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي وايي چې تېره شپه په چارچينو ولسوالۍ کې طالبانو پر يوې پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دې پوسته کې اووه پوليس وو چې ټول وژل شوي او طالبانو ته په دغه بريد کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

چارچينو د مرکز ترينکوټ شمال لور ته په ١٢٠ کيلومترې پرته ولسوالي ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.