ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چاودنو د دوو ملکي وګړو تر څنګ درېیو پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې

چاودنو د دوو ملکي وګړو تر څنګ درېیو پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې

author avatar
26 Mar 2016 - 11:04
چاودنو د دوو ملکي وګړو تر څنګ درېیو پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې
author avatar
26 Mar 2016 - 11:04

قلعه نو- کلات- کابل (پژواک، ٧ ورى ٩٥): امنیتي چارواکي وايي چې په بادغيس او زابل ولایتونو کې د ماین چاودنو د دوو ملکي وګړو تر څنګ درېیو پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې ده او بلخوا په کندهار کې د ترهګرو درې ډلې نیول شوې دي.

د قادس امنيه قوماندان سمونيار عبدالحکيم صابري پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوه ملکي وګړي پر يوه موټرسايکل روان وو چې نن سهار شاوخوا شپږ نیمې بجې د همدې ولسوالۍ په خيرخانه سيمه کې د ماين چاودنه پرې وشوه.

هغه وويل چې ټپي شوى کس د قادس کلينيک ته لېږدول شوى او روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دى.

دى وايي چې دغه ماين پر دولتي موټرو د بريد په موخه د دولت وسله والو مخالفينو پر سړک ځاى پر ځاى کړى و، خو پر ملکي وګړو وچاودېد.

بلخوا بیا د زابل د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال غلام جيلاني فراهي د وري په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ د دغه ولايت په مېزانه ولسوالۍ کې پر پوليسو د ماين چاودنه شوې ده.

هغه وايي چې په دې چاودنه کې يو پوليس وژل شوى او دوه نور ټپيان دي چې د کندهار ولايت ميرويس روغتون ته انتقال شوي دي.

خو د ميرويس روغتون يوې سرچيني پژواک ته وويل: ((له دوو راوړل شوو پوليسو څخه د يوه حالت ښه نه و، هغه هم تېر ماښام ساه ورکړې ده.))

وسله والو طالبانو د بادغیس د پېښې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي خو د زابل ولایت پېښه تاييدوي.

د دې ډلې وياند قاري يوسف وايي چې د زابل په مېزانه کې لسو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو د زابل د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر غلام جیلاني فراهي بيا وايي چې له تېرو دريو ورځو راهيسي په يادې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې عمليات پيل شوي چې ګڼو طالبانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د ملي امنيت رياست وايي چې په کندهار ولايت کې يې درې ترهګرې ډلې نيولې دي.

د دغه رياست له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنيت موظفينو د کندهار ښار په بېلابېلو سيمو کې درې ترهګرې ډلې چې ۱۵ کسان په کې دي، نيولې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.