ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان کې يوه ښځه ووژل شوه

جوزجان کې يوه ښځه ووژل شوه

author avatar
27 Mar 2016 - 14:57
جوزجان کې يوه ښځه ووژل شوه
author avatar
27 Mar 2016 - 14:57

شبرغان (پژواک، ٨ ورى ٩٥): په جوزجان ولايت کې مسوولين وايي چې طالبانو يوه ښځه د زنا په تور پر ډزو وژلې ده؛ خو طالبان دا ادعا ردوي.

دې ٢٠ کلنې مېرمنې دوه ماشومان لرل، يو يې درې کلن او بل يې يو کلن و، تېره شپه د جوزجان ولايت د فيض اباد ولسوالۍ په ميمليک کلي کې پر ډزو ووژل شوه.

د فيض اباد ولسوالې سايرې شکيب سادات پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا ښځه د خاوند کورنۍ له لوري د زنا په عمل تورنه شوې وه او څو ورځې وړاندې يې هغه طالبانو ته سپارلې وه.

د مېرمن سادات په وينا، دا مېرمن درې ورځې له طالبانو سره بندي وه چې په پاى کې تېره شپه د يادې ډلې له لوري پر ډزو ووژل شوه.

د فيض اباد ولسوالې په دې اړه چې د دې مېرمنې جرم ثابت شوى دى که نه؟ وويل: "په زيات احتمال سره دا پېښه د هغې دسيسې له مخې رامنځته شوې ده چې د ښځې خاوند کورنۍ له لوري جوړه شوې وه؛ که داسې نه و نو د پېښې مقابل لورى بايد هم څرګند او پېژندل شوى وای؛ خو تر اوسه د مقابل لوري هويت نه دې پېژندل شوى.

د جوزجان د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو د کشف امريت مسوول عبدالرحيم د دې پېښې په اړه بې خبري وښوده.

خو مغفرت "صميمي" د جوزجان، سرپل او فارياب ولايتونو د بشري حقونو سازمان دفتر مشر وويل: "دا مېرمن د مولوي احمدشاه په نوم د طالبانو يو قوماندان له لوري وژل شوي ده."

هغه له صحرايي محاکمو نه د اندېښنې څرګندولو تر څنګ وويل چې يو شمېر ښځې د طالبانو له لوري د اسنادو، مدارکو او جرم اثبات پرته صحراي محکمه کېږي، دا عمل ناسم دى.

نوموړي زياته کړه چې هېواد کې امنيتي، عدلي او قضايي ارګانونه شتون لري چې بايد د مېرمنې خاون کورنۍ دا قضيه د قانوني بنسټونو له لارې تعقيب کړې وه څو د صحرايي محاکمو مخه هم نيول شوې وه؛ خو دا کار يې ونه کړ او اوس غواړي چې د زنا تور په پورې کولو سره ځان ته برائت ورکړي.

د بشري حقونو سازمان مشر، له امنيتي ارګانونو غوښتنه وکړه چې دا پېښه دې وڅېړي او عاملين دې قانوني تعقيب کړي.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله "مجاهد" د ليکلي پيغام په ترڅ کې چې پژواک خبري اژانس ته رااستول شوى، د طالبانو له لوري د دې ښځې پر ډزو وژل رد کړل؛ خو ويې ويل چې د دې مېرمنې خاوند له بل تن سره د خپلې ښځې د نامشروع اړيکو درلودلو په اړه هغوى ته شکايت کړى و.

نوموړي زياته کړه: "ياده مېرمن د خپل خاوند له لوري وژل شوې ده او د نوموړې وژنه د دوى کسانو پورې هېڅ تړاو نه لري."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.