جلال اباد (پژواک،٩ وری ۹۵): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې د سترې محکمې د رييس پلار د جلال اباد په ښار کې تښتول شوی دی.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د وري په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سترې محکمې د رييس قانونپوه سيديوسف حليم ۹۰ کلن پلار سيد حسن تېره اوونۍ تښتول شوی دی.
د والي وياند زياتوي: (( د سترې محکمې د رييس پلار د کب په ۲۷مه د سهار لمانځه ته پر لاره و چې د سړي تښوونکو له لوري وتښتول شو.))
خوږياڼی وايي، چې ولايتي ادارې او امنيتي ځواکون په دې تړاو څېړنې پيل کړي؛ ترڅو تښتول شوی کس د تښتوونکو له منګولو را خوشې کړي.
د سيمې يوه اوسېدونکي سيدعنايت پاڅون پژواک اژانس ته وويل: ((د سترې محکمې د رييس بوډا پلار جګړن سيدحسن په جلال اباد ښار کې تښتول شوی دی.))
پاڅون وايي، چې تښتول شوی کس د سهار له لمانځه وروسته له جوماته کور ته پر لاره و، چې کور ته د ننوتو پر مهال د ناپېژانده سړي تښتوونکو له لوري وتښتول شو.
د سترې محکمې رييس، د کورنۍ غړو او همدا شان د ننګرهار امنيه قوماندانۍ تراوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.
تېره اوونۍ د ننګرهار امنيه قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد د خپل کلني راپور د وړاندې کولو په تړاو خبري کنفرانس کې وويل چې د سړي تښتونې د پېښو کچه راټيټه شوې؛ خو ښاريان اندېښنه لري چې ګنې په جلال اباد کې دا پېښې ډېرې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن