ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي شورا پر ودانۍ راګټ لګېدلى

د ملي شورا پر ودانۍ راګټ لګېدلى

author avatar
28 Mar 2016 - 10:42
د ملي شورا پر ودانۍ راګټ لګېدلى
author avatar
28 Mar 2016 - 10:42

 

درېيم تعقيب- کابل(پژواک، ٩ ورى ٩٥): د کابل ښار دارالامان ودانۍ ته نږدې د ملي شورا انګړ ته څېرمه درې راکټونه لګېدلي دي.

دا پېښه نن له غرمې وړاندې شاوخوا ١٠:٠٠ بجې رامنځته شوې ده.

د ملي شورا د امنيتي چارو رياست سرپرست پاسوال عبدالغفار غورځنګ پژواک خبري اژانس ته وويل چې يو راکټ پر يوه ودانۍ او دوه نور راکټونه د ملي شورا په انګړ کې لګېدلي چې مرګ ژوبله يې نه درلوده.

غورځنګ وويل چې په دې اړه څېړنې پيل شوې او پايلې به يې وروسته له رسنيو سره شريکې کړي.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي په کابل ښار کې د ملي شورا په انګړ او دارالامان قصر ته نږدې د دوو راکټونو لګېدو پخلى کړى دى.

صديقي پژواک ته وويل چې تر اوسه د مرګ ژوبلې راپور نه دى ورکړل شوى، خو په دې اړه د پوليسو څېړنې پيل شوې دي.

د پژواک خبري اژانس خبريال د پېښې له ځاى نه په خپل راپور کې ويلي چى يو راکټ د (اتل) په نوم د ملي شورا پر يوه ودانۍ او دويم د ملي شورا قرارګاه ته څېرمه يوه ودانۍ باندې لګېدلى چې مرګ ژوبله نه لري، خو زيان يې اړولى دى.

دا په داسې حال کې ده چې نن د کورنيو چارو وزارت سرپرست ډګر جنرال تاج محمد جاهد او لوى درستيز ډګرجنرال قدم شاه شهيم ولسي جرګې ته غوښتل شوي وو.

طالبانو ددې پېښې مسووليت منلى دى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک خبري اژانس ته په استول شوي برېښناليک کې ويلي چې نن سهار لس بجې يې د کابل ښار دارالامان ته نږدې د پارلمان پر ودانۍ توغونديز بريد کړى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.