کابل (پژواک، ٩ ورى ٩٥): د ملي يووالي حکومت اجرايي مشر د پاکستان په لاهور ښار کې د ملکي وګړو پر يوه لاريون د ځانمرګي بريد د غندلو ترڅنګ ويلي چې ترهګري نړيوال ګواښ دى او پر وړاندې يې بايد په ګډه سره ګام پورته شي.
عبدالله عبدالله دغه موضوع نن د وزيرانو شورا په ناسته کې چې سپيدار ماڼۍ کې تر سره شوه، ياده کړه.
نوموړي د پاکستان په لاهور ښار کې پروني ځانمرګي بريد ته په اشارې سره وويل: "د نړۍ هيڅ برخه هم د ترهګرۍ له خطره خوندي نه ده او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې بايد ګډې هلې ځلې وشي."
په دغه بريد کې چې په يوه پارک کې تر سره شوى، د ښځو او ماشومانو په ګډون شا وخوا ٧٠ کسان وژل شوي او شا وخوا ٣٠٠ نور ټپيان شوي دي. پاکستاني طالبانو د دغه بريد د منلو سربېره ويلي چې د دغه بريد موخه د هغو عيسويانو وژنه وه، چې په دغه پارک کې يې د دوى د "سپېڅلي اختر" مراسمو تر سره کولو په موخه سره راټول شوي و.
عبدالله د ياد بريد د غندلو او د پاکستان له وګړو سره د خپلې همدردۍ په ښودلو سره زياته کړې: "په نړۍ کې د ترهګرۍ خطر له اړخه يوه نوې صحنه رامنځته شوې چې افغانستان يې په لومړي قطار کې دى او دا څرګندوي چې له يادې پديدې سره د مبارزې په برخه کې، له افغانانو سره همکاري او له دوى رښتينى ملاتړ وشي."
نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې اوسمهال نه يواځې افغانستان، بلکې د نړۍ نور هېوادونه هم د ترهګرۍ له خطره خوندي نه دي، وويل چې ترهګري د دې ترڅنګ چې هيڅ کوم هېواد ته وفا نه ښيي، په هيچا هم رحم نه کوي او موخه يې د خلکو تر منځ د ډار او وېرې رامنځته کول دي.
د حکومت ياد چارواکي په دې وروستيو کې د بلجيم پلازمېنې بروکسل ښار کې له ځانمرګي بريد او چاودنې څخه د يادونې ترڅنګ، چې شا وخوا ٣٠ کسان په کې وژل شوي او ډېر شمېر نور ټپيان دي، وويل چې د يادې پېښې يو نيول شوى تورن کس د احمد شاه مسعود په وژنه کې هم رول درلود.
احمدشاه مسعود، د ١٣٨٠ لمريز کال د وږي مياشت په ١٨ مه ، د دوه عربو له لوري د تخار ولايت په خواجه بهاءالدين په سيمه کې ووژل شو. هغه مهال د القاعدې شبکه د هغه د وژلو په اړه پړه وپېژندل شوه، خو تر اوسه پورې په دې اړه کوم ډېر پرمختګ نه دى شوى.
دغه راز د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د پاکستان په لاهور ښار کې دغه بريد غندلى دى.
د پخواني ولسمشر د مطبوعاتي دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې حامد کرزي د لاهور په ښار کې ياد بريد چې په پايله کې يې د ماشومانو او ښځو په ګډون ډېر ملکي وګړي وژل شوي، په سختو ټکو غندلى او دا ډول پېښې د اسلام سپېڅلي دين له اصولو او ټولو بشري موازينو سره په ټکر کې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن