ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې يو تفريحي پارک جوړ شو

author avatar
28 Mar 2016 - 17:50
author avatar
28 Mar 2016 - 17:50

پل علم (پژواک، ۹وری۹۵): د لوګر ولايت په مرکز پل علم کې غره ته څېرمه يو لوى تفريحي پارک جوړ شو او د سولې تر نامه لاندې د زيتونو ونې په کې کېښنول شوې.

د دې پارک د پرانېستې په غونډه کې د لوګر والي محمد حليم فدايي وويل چې د لومړي ځل لپاره په دې ولايت کې په دې کچه لوى پارک جوړيږي.

د فدايي د معلوماتو له مخې، دغه پارک د ميرابدال غره په لمنو کې د ولايت مقام په نوښت او د٥٢دولتي ادراو د مامورينو په ملتيا په لسګونو جريبه ځمکه کې جوړ شوى دى.

ده وويل: (( دې پارک ته به له کابل، پکتيا، خوست او لوګر ولايتونو څخه سېلانيان راځي، خپلې ميلې به کوي او مهمې ورځې به په کې نمانځل کيږي.))

فدايي وايي چې په دې پارک کې هرې دولتې ادارې ته ځانګړى ځاى ورکړل شوى او هره اړونده اداره اړ ده چې له خپلې سيمې اړينه ساتنه وکړي او په وخت په کې بوټي او نيالګي کېنوي.

د هغه په وينا، په ټولو هېوادوالو غږ وکړ چې د هېواد د رغولو لپاره لاسونه سره يو کړي او له ملي شتمنيو  کلکه ساتنه وکړي.

دغه راز په دې غونډه کې د چاپيريال ساتنې ملي ادارې مرستيال محمد واصل بازغ وويل چې د دغه شان پارکونو جوړېدل د هيواد له سمسورتيا او د پاکې هوا په جوړولو کې مهمه ونډه درلودلى شي.

نوموړی زياته کړه: (( زموږ د هېواد هرولايت د تفريحي او ملي پارکونو جوړېدو ته اړتيا لري او زه د نورو ولايتونو له سيمه ييزو چارواکو هم غواړم چې دې ته ورته په خپلو ولايتونو کې شنې سيمې او پارکونه جوړ کړي.))

د لوګر اوسېدونکي ميرا خان افغان د مير ابدال ولي د پارک په جوړېدو خوښي وښوده او ويې ويل : (( تر دې وړاندې زموږ په ولايت کې د تفريح او د ملي او عنعنوي ورځو د نمانځلو لپاره ځای نه وه خو له دې وروسته به موږ دلته خپلې د خوشحالۍ ورځې نمانځو او دغه ستونزه به مو حل وي.))

ده له ولايتي چارواکو غوښتنه وکړه چې په کلکه له دې پارک څخه ساتنه وکړي.

د دې پارک د پرانېستې په غونډه کې بزګرانو او عامو خلکو د ډولو په وهلو سره اټنونه وکړل او ورزشکارانو ننداريز حرکات ترسره کړل.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.