ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې يوې نجلۍ ځانوژنه کړې او يوه مېرمن وژل شوې ده

هرات کې يوې نجلۍ ځانوژنه کړې او يوه مېرمن وژل شوې ده

author avatar
28 Mar 2016 - 16:08
هرات کې يوې نجلۍ ځانوژنه کړې او يوه مېرمن وژل شوې ده
author avatar
28 Mar 2016 - 16:08

 هرات ښار(پژواک،٩ ورى ٩٥): هرات ولايت کې په دوو بېلابېلو پېښوو کې يوې نجلۍ ځانوژنه کړې ده او يوه مېرمن وژل شوې ده.

د هرات حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شيرزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په لومړۍ پېښه کې د يوې ١٨ کلنې نجلۍ مړى چې نجيبه نومېده، تېره شپه د هرات ښار د ګلستان سيمې له سړک څخه حوزوي روغتون ته راوړل شوى دى.

 شيرزي زياته کړه چې دې نجلۍ د کورنيو ستونزو له امله، ځان زندۍ کړى او خپل ژوند يې له لاسه ورکړى دى.

 نوموړي زياته کړه چې د يادې نجلۍ مړى اوسمهال د پېښې د لا روښانه کېدو لپاره عدلي طب ته استول شوى دى.

په يوه بله پېښه کې د هرات حوزوي روغتون مسوولينو دې روغتون ته د يوې ٢٠ کلنې مېرمنې د مړي راوړلو خبر ورکړ.

دوى وايي، دا مېرمن زندۍ شوې ده چې له امله يې په ستوني کې ژور ټپ ليدل کېږي.

 د هرات حوزوي روغتون مسوولين وايي چې ددې مېرمنې وژنه جنايي اړخ لري او په دې برخه کې د امنيتي ارګانونو څېړنې پيل شوې دي.

 دا په داسې حال کې ده چې د هرات امنيه قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي د يادو دواړو پېښو په اړه  بې خبري وښوده او پژواک ته يې ويل چې تراوسه يې دا ډول راپور نه دى ترلاسه کړى.

نوموړي زياته کړه که هغه ته خبر ورکړل شي، رسنيو سره به يې شريک کړي.

 د چارو پوهان؛ اقتصادي بېوزلي، د زغم منلو فرهنګ کمزوري، جبري ودونه او شخصي تربګنۍ هرات کې د ښځو ځانوژنې او وژنو اصلي لاملونه په ګوته کوي.

د روان کال له پيل راهيسې، هرات ولايت کې دوو ښځو او يو نارينه خپل ځانونه زندۍ کړي دي او يوه ښځه وژل شوې ده. 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.