ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بادغیس کې درې امنیتي سرتېري وژل شوي

بادغیس کې درې امنیتي سرتېري وژل شوي

author avatar
29 Mar 2016 - 14:49
بادغیس کې درې امنیتي سرتېري وژل شوي
author avatar
29 Mar 2016 - 14:49

قلعه نو (پژواک، ١٠ ورى ٩٥): ځينې سرچينې وايي، د بادغيس په بالامرغاب او مقر ولسواليو کې يو د سيمه ييزو پوليسو او دوه د ملي اردو سرتېري د وسله والو طالبانو په بريدونو کې وژل شوي دي.

په بالامرغاب ولسوالۍ کې د پوليسو يوه سرتېري چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي، پژواک ته وويل چې نن سهار د دې ولسوالۍ په سيني سيمه کې د ملي اردو د يوې پوستې دوه سرتېري له خپلې پوستې د ګزمې په موخه وتلي وو چې  د وسله والو مخالفينو په کمين کې ووژل شول.

د دغه بريد مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستى او ويلي يې دي چې د وژل شوو کسانو وسلې يې هم له ځان سره وړې دي.

خو په بادغيس کې د ملي اردو د درېيمې لوا د مطبوعاتو مسوول محمد مهدي دغه څرګندونې ردوي.

د دغه ولايت د مقر ولسوالۍ په سنګ اتش سيمه کې هم د سيمه ييزو پوليسو يو سرتېرى د وسله والو مخالفينو په بريد کې وژل شوى دى.

د يادې سيمې د محلي پوليسو قوماندان رحيم داد وايي چې دغه سرتېرى تېر ماښام خپلې پوستې ته څېرمه د وسله والو مخالفينو په کمين کې وژل شوى دى.

وسله والو طالبانو ويلي چې هلته يو ساعته نښته شوې چې له امله يې يو پوليس وژل شوى او يو پوليس او بل طالب ټپيان شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.