ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال اباد کې تفریحي پارک جوړ شو

جلال اباد کې تفریحي پارک جوړ شو

author avatar
29 Mar 2016 - 16:51
جلال اباد کې تفریحي پارک جوړ شو
author avatar
29 Mar 2016 - 16:51

جلال اباد (پژواک، ١٠ ورى ٩٥): د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې يو تفريحي پارک تر جوړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د ياد پارک د پرانيستې په غونډه کې د ننګرهار والي سليم خان کندوزي، د جلال اباد ښاروال حميد افغان، د ولايتي شورا غړو او نورو دولتي چارواکو ګډون کړى و.

د ننګرهار والي وويل چې دغه پارک د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحيې د بابړيانو په سيمه کې پر دوه جريبه ځمکه رغول شوى دى.

والي وايي چې د دغه تفريحي پارک پر جوړېدو څه کم پنځه ميليونه افغانۍ لګښت راغلی دى.

هغه د جلال اباد ښاروالۍ مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې له دغه پارکه وخت پر وخت څارنه او ساتنه وکړي او همدا راز یې په سیمه کې له ولسونو څخه هم وغوښتل چې د دغه پارک په ساتنه کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي.

د نوموړي په وینا، په دې سیمه کې تر دې وړاندې کثافات اچول کېدل چې د ښاروالۍ په هلو ځلو د ځوانانو او ماشومانو لپاره د تفریح په مناسب ځای بدل شو او له دې وروسته ماشومان او ځوانان کولای شي چې په ښه توګه ترې استفاده وکړي.

دغه راز د  جلال اباد ښاروال حمید افغان وویل چې  دغه پارک یې په شاوخوا پنځه میلیونه افغانۍ مالي لګښت د شپږو میاشتو په موده کې  جوړ کړی دى.

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه پارک شنه ساحه، د والیبال لوبغالی، د ماشومانو د تفریح توکي او ځای او همدا راز هټۍ هم په کې شتون لري.

هغه ژمنه وکړه چې له دغه پارک څخه به په ښه توګه ساتنه وکړي خو په دغه برخه کې يې د نږدې کورنیو او ښاریانو څخه د همکارۍ غوښتنه هم وکړه.

د جلال اباد ښار د بابړيانو سيمې اوسېدونکي عزيزالله عرب پژواک ته وويل: ((موږ ډېر خوشحاله يو چې دغه پارک جوړ شو، دا هم د تفريح ځاى دى او هم د هوا په پاکوالي کې مرسته کوي.))

ده هم له اړوندو چارواکو غوښتنه وکړه چې د دغه پارک په ساتلو کې پوره هلې ځلې وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.