کابل (پژواک، ١٠ ورى ٩٥): د هېواد د فوټبال ملي لوبډله نن د ٢٠١٨ نړيوال جام لومړنيو سياليو او د اسيا ملتونو د ٢٠١٩ جام سياليو په ترڅ کې نن له سنګاپور سره مخ کېږي.
ټاکل شوې چې دا سيالۍ به نن له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې د ايران د پلازمينې تهران په ورزشي لوبغالي کې پيل شي چې د هېواد له ټلويزيونونو هم په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
د افغانستان د ملي لوبډلې سر روزونکي پيتر شګرت وويل، که چېرته د هېواد ملي لوبډله په ننۍ لوبه کې سنګاپور مات کړي، نو ددې چانس لري چې د خپلې ډلې څلورمه درجه کې ځاي ونيسي.
هغه زياته کړه چې د افغانستان د ملي لوبډلې تېره لوبه سخته وه، د جاپان په څېر يوه ټېم نه د امتياز اخيستل څه اسان کار نه دى، خو افغان ملي لوبډله بايد په خپله نننۍ لوبه کې سنګاپور ته ماتې ورکړي، څو د ډلې د صعود چانس زيات شي، د سنګاپور لوبډله دې جدي وګڼل شي.
شګرت وويل: ((نه غواړم چې د سنګاپور پر وړاندې د لوبې پر تاکتيک خبرې وکړم، خو د ګټلو لپاره ميدان ته ورځو، د نن ورځې د لوبې حالت د اروپا د اتلانو ليګ لوبو ته ورته دى، ځکه چې موږ بايد خپل مقابل لورى د زياتو ګولونو په وهلو سره له مخې لرې کړو.))
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې لوبډلمشر فيصل شايسته ويلي چې د هېواد د فوټبال ملي لوبډله هڅه کوي چې د جاپان پر وړاندې له ماتې کار واخلي او د سنګاپور سره د يوې ښې لوبې له لارې د افغانستان خلکو ته يو ځل بيا خوښي ډالۍ کړي او له ټولو ايران مېشتو افغانانو غواړي چې د ملي لوبغاړو د هڅونې لپاره لوبغالي ته ورشي.
د يادونې ده، افغانستان د اسيا د ٢٠١٨ کال د نړيوال جام مقدماتي سياليو کې په (E) ډله کې له سنګاپور، جاپان، کمبوډيا او سوريې سره مل دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن