ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عدالت باید پلی شي: ښځې باید په افغانستان کې په ډار کې ژوند و نه کړي

author avatar
29 Mar 2016 - 13:47
author avatar
29 Mar 2016 - 13:47

کال وړاندې کابلاوسیدونکو او موږ ټولو چا چې د یوه ښه افغانستان لپاره دلته کار کاوه، ټکان وخوړ. کیسه داسې وه ، چې یوه ځوانه ښځه په وحشیانه ډول د هیواد د پلازمینې په سړکونو کې  د مرګ تر بریده ووهل شوه. له قانونه د ناخبروپاریدلو کسانو یوې ډلېله ګڼې ګوڼې څخه په استفادې یوه بې ګناه نجلۍ(فرخنده) د خلکو په منځ کې ووژله.

د وژنې په وړاندې ابتدايې غبرګونونه خاموش کړل شول،خو یو شمیر زیاتو نارینه وو  او ښځو، په ځانګړې توګه ځوانانو په کلکه د وژنې په وړاندې غبرګون وښود او د دوسیې د تعقیب او په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي په برخه کې یې خپل رولترسره کړ. ښځو په خپله د فرخندېتابوت ولیږداوو او له هغې سره یې پیوستنوښود.

د افغانستان د سترې محکمې وروستی حکمڅرګندوي چې قضايي اجراات په جریان کې دي. دغې پریکړې د هغو پولیس افسرانو او ملکیانو چېمجرم نه وو بلل شوي او هغه پولیس افسران چېپه کمې سزا محکوم شوي او تبریه شوي وو هغه پریکړه رد کړه.

د دې نتیجه دا ده چې اوس نو نوي محکومیتونه او سختې سزاګانې به امکان ولري. محکمه څرګندوي چې عدالت په سمه مانا یقیني کړي.  سترې محکمې څرګنده کړې چې د پولیسو د ځواب ورکوونې په اړهبه نوي لوړ معیاروونه وضع شي او دشواهداو مدارکوبیاکتنه دې ترسره شي، چې عدالت په رښتینې مانا تامین شي.

موږ هیله من یوو او د دې تمه لرو، چې افغانستان به د عدالت په تامینولو کې بریالی شي او هغه پولیس افسران به وپوښتل شي چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي په تړاو پیښو کې په غبرګون ښودلو کې ښکیل وي. د افغانستان قانوني موسسات به په دې ډول د ښځو د حقونو څخه په ښه او چټکه توګه دفاع وکولای شی.

د افغانستان دښځې غوښتنه داده ، چې په دې برخه کې ډیر کار باید ترسره شي .

د ملګرو ملتونو د یوه غړي په توګه چې د یوې مودې لپاره په افغانستان کې کارکوم، ملګري ملتونه ژمنه کوي، چې د ژوند په ټولو برخو کې د ښځو دحقونو، د شخړو د مخنیوي، د سولې د مذاکرو او د شخړو څخه په وروسته مهال کې دښځو د ګډون په شمول د هغوي برابره برخه اخیستنه پیاوړې او ډاډه کړي.افغانستان د نړیوال قانون له مخې ژمن دی چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي، او د تاوتریخوالي په وړاندې د غبرګون ښودلو په برخه کې لازم ګامونه پورته کړي.

د ښځو لپاره عدالت باید د وړیا قانوني مرستو د برابرولو، په محکمو کې د استازیتوب، د تاوتریخوالې د قربانیانو د ساتنې لپاره د کافي ګامونو دپورته کولو اود سرپناه  د برابرولو په ګډون ټولو برخو کې خوندي شي.

د ښځو په حقونو باندې د تیریو لپاره معافیت باید ختم شي، د ټولو بشري حقونو د نقض موارد باید په مناسبه توګه وڅیړل شي، تعقیب شي او مرتکیبین يې عدالت ته را وړاندې او سزا ورکړل شي.

ښځې لاهم په افغانستان کې لاهم ساتنې او ملاتړ ته اړتیا لري او تراوسه هم په عامه ځایونو کې زیانمنونکي دي. دا د هر افغان دنده ده څو یقیني کړي چې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی له منځه ځي، ښځېپه ټولنه کې بشپړه ونډه لري او نجونې کولای شي ښوونځیو ته ولاړې شي او بې له ډار او وهمهوده او پرمختګ کوي.

د فرخندي لهغمجنې وژنې ورسته هیله من یم، چې د ښځو د ساتني لپاره نور مثبت ګامونه پورته شي او د حکومت او قضايې سیسټم پیغام او اراده به په ټول افغانستان کې واوریدل شي.

د افغانستان لپاره د ملګړو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي مرستیال مارک بوډن You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.