ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیا وکیلانو د ځان د امنیت لپاره لسګونه اضافي پولیس ګومارلي

د پکتیا وکیلانو د ځان د امنیت لپاره لسګونه اضافي پولیس ګومارلي

author avatar
30 Mar 2016 - 10:44
د پکتیا وکیلانو د ځان د امنیت لپاره لسګونه اضافي پولیس ګومارلي
author avatar
30 Mar 2016 - 10:44

ګردېز (پژواک، ١١ ورى ٩٥): د پکتيا د ولايتي شورا ځيني غړي وايي چې لسګونه پوليس د عامه امنيت نیولو پر ځاى د ولايتي او ملي شورا د غړو امنيت ساتنې ته ځانګړي شوي دي.

د ولایتي شورا مشر عبدالرووف ځدراڼ د وري په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له کلونو راهيسې له سلو څخه ډېر پوليس د دغه ولايت د ولايتي او ملي شورا د غړو ساتنه کوي.

نوموړی زياته کړه چې دې چارې په يو شمېر سيمو کې امنيت له ګواښ سره مخ کړی او د امنيتي چارواکو ورځنۍ چارې يې هم ټکنۍ کړې دي.

ځدراڼ وايي چې نور بايد دغه کار ته د پای ټکی کېښودل شي او د ولايتي او ملي شورا غړي بايد له قانون سره سم ساتونکي ولري.

د کورنيو چارو وزارت د لايحې له مخې، د ولايتي او ملي شورا غړو د امنيت د ټينګښت لپاره د دغه وزارت له لوري يواځې دوه ساتونکي ورکول کېږي.

دغه راز د پکتيا ولايتي شورا بل غړي الامير بهرام زوی هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل: ((يو خو هسې هم په لرو پرتو سيمو کې د امنيتي ځواکونو شمېر کم دى، بل د لرو پرتو سيمو پوليس د ملي او ولايتي شورا غړو د ځان د ساتنې لپاره ګومارلي نو څنګه به امنيت ټينګ شي.))

ده وويل چې په ولايتي شورا کې تر اوسه څو ځلې پر دې موضوع بحثونه شوي، خو کومه مثبته پايله يې نه لرله.

د پکتيا د ولايتي شورا ياد دواړه غړي وايي چې دوى ته له قانون سره سم کورنيو چارو وزارت يواځې دوه دوه ساتونکي ګومارلي دي.

د پکتيا ولايتي شورا ١٥غړي لري چې درې يې ښځې دي.

د ۳۰۳ سپین غر زون قوماندان پاسوال اسدالله شېرزاد هم وايي چې يو شمېر پوليس د ولايتي او ملي شورا غړو ته د هغوى د امنيت د ټينګښت په موخه په خدمتي ډول ورکول شوي دي.

ده وويل: ((دغه کار ډېر پخوا شوى خو زه په دې برخه کې يو ارزونه کوم او ډېر ژر به پوليس خپلو اصلي دندو ته بېرته وګرځوم.))

د هغه د معلوماتو له مخې، دا مهال د ١٢٠ په شاوخوا کې پوليس د پکتيا د ملي شورا او ولايتي شورا د غړو د امنيت ساتنه کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.