ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر ځینو ښوونکو د دندو پرېښودو ګواښ وکړ

د لوګر ځینو ښوونکو د دندو پرېښودو ګواښ وکړ

author avatar
31 Mar 2016 - 12:11
د لوګر ځینو ښوونکو د دندو پرېښودو ګواښ وکړ
author avatar
31 Mar 2016 - 12:11

پل علم (پژواک، ۱۲ وری ۹۵): د لوګر ځيني ښوونکي وايي چې د استوګنې نومرو د وېش په برخه کې حکومت ورسره ژمنې نه دې عملي کړې، خو د لوګر چارواکي د ښوونکو لپاره د څلورو ښارګوټو د جوړولو خبر ورکوي.

د لوګر د مرکز پل علم ښار د جمهوريت لېسې ښوونکي شاه محمود د وري په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو ١٣ کلونو کې حکومت له دوی سره د استوګنې نومرو د وېش ژمنه کوي خو تر اوسه يې عمل پرې نه دى کړى.

د هغه په خبره چې ښوونکي په ډېرو کمو امتيازاتو دنده ترسره کوي خو په اوسنی او تير حکومت کې له پامه غورځول شوي دي.

ده وويل: ((چارواکو تل له موږ سره ژمنې کړې او په عمل کې یې هېڅ اقدام نه دی کړی او دا د افسوس ځای دی چې په دغه ولایت کې ښوونکو ته پاملرنه نه ده شوې.))

د محمداغې ولسوالۍ د کتب خېلو د عالي لېسې ښوونکي صابر ستانګزي هم پژواک ته وويل چې حکومت د ښوونکو د سرپناه په برخه کې خپل مسووليت نه دى ترسره کړى.

هغه وايي چې ښوونکي د سرپناه تر څنګ له ګڼو اقتصادي ستونزو سره هم مخ دي چې حکومت بايد ورته جدي پاملرنه وکړي.

نوموړی وایي: ((موږ له ولایتي ادارې او د پوهنې ریاست له چارواکو غوښتنه کوو چی په هره ولسوالۍ کې ښارګوټى جوړ کړي او ښوونکو ته دې په کې رهایشی نومرې ورکول شي تر څو موږ کورونه په کې جوړ کړو او خپلو دندو ته په خپل وخت رسیده ګي وکړو.))

دغه راز د مرکز پل علم د کلنګار د عالي لېسې ښوونکی سيد مجيد هم وايي: ((موږ له نورو استادانو سره هم خبرې کړې دي، که چېرې موږ ته سږ کال هم نومرې را نه کول شي نو ټول به يو ځاى دغه دنده پرېږدو.))

د لوګر د پوهنې رياست وياند محمد شاپور عرب پژواک ته وويل چې د استوګنې نومرو په برخه کې د ښوونکو څرګندونې پر ځاى دي.

ده وويل: ((په تېرو ١٣ کلونو کې له ښوونکو سره د نومرو ژمنه شوې، خو يوه نومره هم تر اوسه نه ده ورکړل شوې، زموږ رياست چې کله هڅه کړې ښوونکو ته نومرې ورکړي نو د وخت واليانو او ولسوالانو لويې ستونزې ورته جوړې کړې دي.))

د هغه د معلوماتو له مخې، د پوهنې رياست پلان لري چې د روان کال په اوږدو کې په خوښۍ، محمداغې، څرخ او خروار ولسواليو کې د ښوونکو لپاره ښارګوټي جوړ کړي.

همداراز د لوګر د والي ویاند سلیم صالح پژواک ته وویل چې د ولایت مقام به دا ځل له ښوونکو سره د استوګنې نومرو په برخه کې ژمنه نه، بلکې عمل وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.