ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

راتلونکې اوونۍ په کابل کې د “انسجام او څارنې ګډ بورډ” غونډه جوړېږي

راتلونکې اوونۍ په کابل کې د “انسجام او څارنې ګډ بورډ” غونډه جوړېږي

author avatar
31 Mar 2016 - 14:49
راتلونکې اوونۍ په کابل کې د “انسجام او څارنې ګډ بورډ” غونډه جوړېږي
author avatar
31 Mar 2016 - 14:49

کابل (پژواک، ١٢ ورى ٩٥): په راتلونکى اوونۍ به د افغان حکومت او تمويلوونکو هېوادونو د ژمنو د پلي کېدو پر څنګوالي او د وارسا او بروکسل له کنفرانسونو د افغان حکومت پر توقعاتو د بحث لپاره "د انسجام او څارنې ګډ بورډ" ناسته په کابل کې جوړه شي.

ماليې وزارت وايي، ټاکل شوې چې د بورډ ځانګړې ناسته د دوشنبې په ورځ (د وري ١٦مه) په کابل کې د ولسمشر اشرف غني، تمويلوونکو هېوادونو او د افغانستان د پراختيايي شريکانو په ګډون جوړه شي.

د سرچينې په خبره، په دې ناسته کې به د افغانستان په اړه د وارسا او بروکسل سرمشريزو لپاره د چمتووالي او له دې دوو ناستو د افغانستان حکومت پر توقعاتو بحث وشي.

ټاکل شوې چې د افغانستان په اړه د وارسا او بروکسل سرمشريزې، د روان کال په وروستيو کې ترسره شي.

د سرچينې په خبره، په دې ناسته کې به د متقابلې حساب ورکونې په چوکاټ کې د افغان دولت او تمويلوونکو هېوادنو د ژمنو د عملي کولو پر څرنګوالي هم بحث وشي.

د څارنې او انسجام ګډ بورډ د افغان دولت او تمويلوونکو هېوادونو تر منځ د همغږۍ تر ټولو لوړ ميکانيزم دى چې غړي يې د افغانستان د وزيرانو کابينې د غړو، په کابل کې د تمويلوونکو هېوادونو د سفيرانو، د مدني ټولنې غړو، خصوصي سکتور، نورو نړيوالو موسساتو او سازمانونو څخه عبارت دي.

دا بورډ د لومړي ځل لپاره په ٢٠٠٦ زېږديز کال کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د مصوبې پر بنسټ رامنځته شو او تر اوسه پورې يې د ګډو کړنلارو د طرحې او تدوين، متقابلې حساب ورکونې او غوره همغږۍ په برخه کې د بحث په موخه ګڼې ناستې جوړې کړې دي.

له اداري فساد سره مبارزه، د نړيوالې ټولنې پر وړاندې د افغان حکومت له ژمنو څخه ده، خو خلک او مدني بنسټونه وايي چې حکومت نه دى توانېدلى چې په په دې برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي او په تېر کال کې له فساد سره د حکومت مبارزه ناکامه وه.

خو ولسمشر تېره ورځ اعلان وکړ چې  دغه کال به له فساد سره د مبارزې کال وي او حکومت له دې ښکارندې سره د مبارزې پرېکنده اراده لري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.