ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مسعود: له ترهګرۍ او اداري فساد سره بايد جدي مبارزه وشي

مسعود: له ترهګرۍ او اداري فساد سره بايد جدي مبارزه وشي

author avatar
1 Apr 2016 - 14:26
مسعود: له ترهګرۍ او اداري فساد سره بايد جدي مبارزه وشي
author avatar
1 Apr 2016 - 14:26

کابل(پژواک،١٣ورى٩٥): د اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ په برخه کې د ولسمشر سلاکار ټول هغه کسان ترهګر وبلل چې د افغانستان په بې ثباتۍ کې لاس لري او زياته کړه چې دوې غواړي د سيمې د استخباراتي سازمانونو ستراتيژې پر خلکو تحميل کړي.

دغه څرګندونې د اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ په برخه کې د ولسمشر سلاکار احمد ضيا مسعود د وري١٣مه په کابل کې د حکمت الله حقمل د مړينې په لومړي تلين کې وکړې.

حکمت الله حقمل د هلمند ولايت د ګرشک ولسوالۍ امنيه قوماندان و چې تيرکال د ماين په چاودنه کې و وژل شو.

مسعود وويل چې ترهګر هيڅ قوم او مذهب نه پيژني يواځې هغه ستراتيژې پر خلکو پلې کوي چې د سيمې د استخباراتي سازمانونو له لوري ورکول کيږي.

هغه وويل : (( ددې لپاره چې وکولاى شو سياسي ثبات پيدا کړو او په هيواد کې فرهنګي مسايل پرمختګ وکړي، نو له ترهګرې سره مبارزه زموږ د ټولو ديني او ملي وجيبه ده.))

ده وويل چې په هيواد کې د امنيت د ټينګښت او ثبات لپاره بايد له ترهګرۍ او اداري فساد سره جدي مبارزه وشي.

د هغه په وينا د ملي يوالي حکومت دنده لري چې له ترهګرۍ او اداري فساد سره د مبارزې لپاره جدي دريځ غوره کړي.

ده وويل چې په عدليي او قضايي ارګانونو کې بايد اصلاحات رامنځته شي او ټول هغه کسان بايد سزا وويني چې په اداري فساد کې لاس لري.

هغه زياته کړه: (( په تيرو کلونو کې په هيواد کې ميليونونه ډالر ددې لپاره ولګول شول ترڅو سياسيون سره نږدې شي ... خو دغه نږدېوالى په هيواد کې د اداري فساد او بېوزلې سبب شو.))

د هغه په وينا له ادارې فساد سره د مبارزې ادارې له لوري د ١٥٠٠ په شاوخوا کې د ادارې فساد دوسيې څارنوالۍ ته استول شوي دي.

خو مسعود وايي چې دغه دوسيې عدلي و قضايي ارګانونو ته نه ليږل کيږي ترڅو  هغه خلک سزا وويني چې په ادارې فساد کې لاس لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.