ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“خپل په وينو لت پت بچيان نه شو هېرولى”

“خپل په وينو لت پت بچيان نه شو هېرولى”

author avatar
2 Apr 2016 - 08:48
“خپل په وينو لت پت بچيان نه شو هېرولى”
author avatar
2 Apr 2016 - 08:48

فراه (پژواک١٤ ورى ٩٥): پر ګراني کلي باندې د هوايي بريد د قربانيانو کورنۍ وايي، جګړه بايد ودرېږي څو کومه بله سيمه د ګراني سيمې په څېر تر بمونو لاندې نه شي او د شپې په تيارو کې د اور په لمبو او دودونو کې ډوب نه شي.

دوى وايي چې د امريکا په مشرۍ د ايتلافي ځواکونو دغه هوايي بريد، د فراه ولايت د بالابلوک ولسوالۍ په ګراني کلي کې د ١٣٨٨ لمريز کال د غويي مياشتې په ١٤مه نېټه پيل او د شپې تر نهو بجو او ۱۵ دقيقو پورې يې دوام وکړ.

د افغانستان دفاع وزارت له دغه بريد وروسته اعلان کړى و چې په دې پېښه کې ١٤٠ ملکيان وژل شوي او ٢٥ نور ټپيان شوي دي.

امريکايي ځواکونو هغه مهال ويلي وو چې دغه عمليات يې د دولت وسله والو مخالفينو پر ضد ترسره کړي او د يادې پېښې ډېرى وژل شوي کسان وسله وال مخالفين دي.

دغه بريد په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ د ايتلاف ځواکونو له لوري د ملکيانو د وژنې تر ټولو ستره پېښه ده.

د يادې پېښې په رامنځته کېدو سره د افغانستان د وخت ولسمشر حامد کرزي د امريکا له دولت وغوښتل، څو خپلو هوايي بريدونو ته چې په افغانستان کې د ملکيانو د وژنې لامل ګرځي؛ د پاى ټکى کېږدي، خو داسې ونه شول او له هغه وروسته هم په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو له لوري د بمبارۍ په ترڅ کې ملکيان وژل شوي دي.

ترخې خاطرې

پر ګراني کلي باندې د هوايي بريد د قربانيانو د کورنۍ يوه غړي سيد نظام اغا پژواک خبري اژانس ته وويل چې د هغې شپې ترخه يادونه هېڅکله هم له ياده نه شي ايستى چې د ١٣٨٨ لمريز کال د غويي مياشتې په پنځلسمه شپه د شپې په تياره کې د بمونو چاودنې وې، بې ګناه انسانانو چغې وهلې او ټول په وينو کې لت پت پراته وو.

نوموړي د ژړا په حال کې وويل چې په دغه پېښه کې يې د خپلې کورنۍ د ١٩ کسانو له ډلې، ١٥ کسان له لاسه ورکړي دي.

نوموړي وويل چې په دغو وژل شوو کسانو کې يې درې زامن، درې لوڼې، يوه ناوې، شپږ واړه لمسيان، مېرمن يې او د زوى خواښې يې چې له دوى سره يې يو ځاى ژوند کاوه؛ شامل دي.

٥٧ کلن سيد نظام وايي چې د کورنۍ په غړو کې يې يوه سپين سرې مور، په خپله دى او دوه تنکي ځوانان زامن ژوندي پاتې دي او خپل ژوند د کورنۍ له نورو پنځلسو غړو څخه جلا او په سختو دردونو کې تېروي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.