فيض اباد (پژواک، ١٥ ورى ٩٥): په بدخشان کې د تندر لوېدو له امله درې تنه ټپيان شوي، بلخوا بارانونو او سېلابونو دوه پلونه هم ويجاړ کړي دي.
د بدخشان د راغستان ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ جنايي مدير څارمن محمد قاسم پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د دې ولسوالۍ په سپاه کلي کې د تندر لوېدو په ترڅ کې د يوې کورنۍ دري غړي چې يوه په کې ښځه ده، ژوبل شوي دي.
ده زياته کړه، په دې پېښه کې د يادې کورنۍ لس څاروي هم له منځه تللي دي.
د هغه په وينا، د سپاه کلى چې اوسمهال د وسله والو طالبانو په لاس کې دى، د ولسوالۍ له مرکز سره درې ساعته واټن لري.
د بدخشان د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې رييس سيد عبدالله همايون دهقان پژواک ته وويل چې د وروستيو ورښتونو له امله د نوسي او ياوان په ولسواليو کې دوه پلونه ويجاړ شوي او يوه اندازه کرنيزو ځمکو ته زيان رسېدلى دى.
دى وايي، له همدې د دې ولسواليو د ځينو کليو د تګ راتګ لارې تړل شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن