ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کانکور ازموينې پايلې اعلان شوې

د کانکور ازموينې پايلې اعلان شوې

author avatar
3 Apr 2016 - 16:16
د کانکور ازموينې پايلې اعلان شوې
author avatar
3 Apr 2016 - 16:16

کابل (پژواک، ١٥ ورى ٩٥): د لوړو زده کړو وزارت وايي چې د کانکور ازموينې پايلې يې اعلان کړي او ډېر ژر به د دې وزارت پر وېبپاڼې پر ليکه شي.

 د لوړو زده کړو وزيرې فريدې مومند نن له غرمې وروسته د ١٣٩٤ کال د کانکور ازموينې د پايلو اعلان مراسموکې چې د حکومت اجرايي مشر ډاکټرعبدالله عبدالله، د ملي او ولايتي شوراګانو ځينو غړو، د حکومت ځينو لوړپوړو چارواکو او د پوهنتونونو استادانو شتون درلود، وويل چې د کانکور له نږدې ٢٠٠ زرو ګډونوالو څخه نږدې ١٥٧ زره يې بريالي شوي دي؛ پاتې نور ناکامه   دي او سږکال د کانکور هېڅ ګډونوال بې پايلې نه دى پاتې شوى.

 د لوړو زده کړو وزارت وياند فيصل امين نن له غرمې وروسته په شاوخوا درې نيمو بجو پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پايلې وېبپاڼې ته د پورته کېدو په حال کې دي او له لږ ځنډ وروسته يې خلک پر وېبپاڼه کتلى شي. 

د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې، د ١٣٩٤ لمريز کال د کانکور په ازموينه کې په ټوليز ډول د دوولسمو ټولګيو نږدې ١٨٠ زره فارغانو د هېواد په کچه ګډون کړى وو.

 د لوړو زده کړو وزيرې يادونه وکړه چې د کانکور ازموينې ګډونوالو له جملې څخه ؛ ٥٨٣١٧ يې دولتي لوړو زده کړو موسسو او ٤٦٩٠٦ کسان دولتي نيمه لوړو زده کړو موسسو ته لار موندلې ده.

هغې زياته کړه، چې د کانکور ازموينې ګډونوالو له ډلې څخه ٥١٤٥٨ يې خصوصي لوړو زده کړو موسسو ته کامياب شوي دي.

نوموړې زياته کړه چې د کانکور ازموينې د ګډونوالو له جملې څخه ٢٢٩٣٣ تنه يې ناکام شوي دي.

 د وزيرې د معلوماتو له مخې؛ له ياد شمېر څخه د ٢٢٢٢ کسانو اسنادو ستونزه درلوده او ١٦٣١٤کسان غيرحاضر وو.

د هغې په وينا، په کانکور کې تر ټولو لوړه نومره (٣٤٠.٩٨ ) ده چې د هرات اوسېدونکي فرامرز تر لاسه کړې او دويمه لوړه نومره (٣٣٩.٢٧) ده چې د کابل ولايت اوسېدونکي فواداحمد تر لاسه کړې ده.

نوموړې په ډاګه کړه چې سږکال په قطعي ډول تبديلي نه ترسره کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.